د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د وطني او بلجیمي پیوند ناک; د کوکنارو یو ښه بدیل 


بلخ کې د وطني او بلجیمي پیوند ناک; د کوکنارو یو ښه بدیل 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

په بلخ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د وطني ناکو پیوند د بلجیمي ونو له سټو نه یوازې چې ښه حاصل ورکوي بلکې ددغه کروندګرو لپاره یې د کوکنارو د ښه بدیل ځای نیولی او هر کال ښه ګټه کوي.   

په بلخ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د وطني ناکو پیوند د بلجیمي ونو له سټو نه یوازې چې ښه حاصل ورکوي بلکې ددغه کروندګرو لپاره یې د کوکنارو د ښه بدیل ځای نیولی او هر کال ښه ګټه کوي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د اسیای شراف په کلي کې د (بابه دهقان) په نوم په یو فارم کې کروندګر وايي چې دوی ناک په داسې توګه کري چې په یو جریب ځمکه کې د کوکنارو څخه لس برابر ډېره ګټه ترې لاسته راوړي.

د دغه فارم یو تن کروندګر احسان الله وايي چې دوی ته د مؤسسې لخوا د اډامس ۳۳۲ په نوم د ناکو داسې ورکول شي چې د بلجیم هیواد نه راوړل شوي دي.

ددغه کروندګر په وینا چې د ناکو ددغې سټې له کرلو وروسته دوی د ناکونو له باغ څخه په دویم کال له یو جریب ځمکې څخه له لسو څخه تر شل ټنو پورې حاصلات اخیستلی شي.

د کروندګر احسان الله په وینا چې دوی په یو جریب ځمکه کې ۱۰۰۰ دانې د ناکونو دغه سټې کینولي او د هغو له پاسه د وطني ناکونو بوټي پیوند کړي.

احسان الله وایي: " دلته مونږ ناک کرلي دي. دا د بابه دهقان فارم دی. ددې سټه د بلجیک نه راغلې ده. او دا پاس ونه یې چې ده دا وطني ده. دا وطني ناک مونږ راخلو په دې باندې یې پیوند کوو. دوه کاله بعد دا حاصل ورکوي. په یو جریب ځمکه کې ۱۰۰۰ دانې بوټي مونږ کرو. په یو جریب کې له لسو نه تر شلو ټنو حاصلات ورکوي".

ددغه فارم د کروندګرو په وینا که له دغو ناکونو تر پنځه کالو پورې ښه ساتنه وشي نو په یو جریب کې تر ۳۰ ټنو حاصل هم ورکولای شي.

کروندګر احسان الله وايي چې ناک په بلخ کې د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي او زیاتوي که کروندګر په دغه توګه ناک وکري؛ له یو جریب ناک څخه د کوکنارو څو برابره ډېره ګټه اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG