د بلخ د خلم په ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې له تیرو څلورو میاشتو راهیسې یې د انارو باغونه د وچکالۍ له امله ندي اوبه کړي او ترڅنګ د انارو په باغونو یې داسې مرض نازل شوی چې د دوی حاصلات یې ور کم کړي دي.
د خلم د ولسوالۍ یو تن کروندګر حسیب الله وايي چې سږ کال یې د انارو باغونه د وچکالۍ له امله وچ شوي دي او په ویناء یې چې له تېرو شپږ کالو را پدېخوا د وچکالۍ او مرضونو له امله د خپلو انارو له باغونو کم حاصلات ترلاسه کوي.
دغه کروندګر زیاتوي، چې له تېرو څلورو میاشتو څخه د اوبو د نشتوالي له امله یې د انارو بڼ ته اوبه نه دي ورکړي او انار یې وچ شوي دي.
هغه وویل: "زما ۲۵ کاله کېږي چې دا انار کرم. شپږ کاله مخکې ښه و. خو دا شپږ کاله کېږي چې دا چینجی راپیدا شوی دی. وچکالي هم ده اوبه نشته. اوبه بلکل نه لرو. دا څلور میاشتې کېږي چې دا ځمکې اوبه شوې نه دي. که زما انار دوه میاشتې مخکې په ۲۰ ورځو کې یو ځل اوبه شوی وای نو موږ ته یو څه حاصل راتلو. اوس انار وچ شوي دي که اوبه هم ورکم ګټه ورته نه کوي".
د کروندګر حسیب الله په وینا چې له تېرو لسو کالونو راپدیخوا د وچکالۍ او بازار نه شتون له امله یې د انارو عاید نه دی اخیستی او وايي چې په انارو کړی مصرف یې هم نه پوره کوي.
د خلم ولسوالۍ یو شمېر نور کروندګر بیا وايي چې وچکالۍ له زیاتېدو سره یې د انارو باغونو لپاره څاه ګانې کېندلي دي او له دې لارې خپل انار له خرابېدو ژغوري.
یو تن کروندګر ملنګ وايي چې څاه یې کېندلې ده او په برق اوبه راوباسي. د هغه په وینا چې سږ کال یې انار د تېرو کلونو په پرتله لږ ښه دي.
هغه وايي: "د وچکالۍ له امله مو څاه ګانې ویستلي دي د برق له طریقه اوبه ورکوو انارو ته. او کوم ځای کې چې اوبه نه رسېږي او یا کوم باغ څاه نه لري هغه وچ شوي دي. زه سږ کال دا فکر چې له تېرو کلونو زموږ انار لږ ښه دي".
کروندګر ملنګ وايي چې په خلم ولسوالۍ کې کروندګر انار، بادام، او انځر کري. او په وینا یې چې په دغه ولسوالۍ کې څوک کوکنار نه کري.