د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د وچکالۍ له امله د اینځرو حاصلات کم شوي دي- کروندګر 


سږ کال د وچکالۍ له امله د اینځرو حاصلات کم شوي دي- کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

د بلخ د تاشقرغان د سیمې یو شمیر کروندګر وايي چې سږکال د وچکالۍ له امله د اینځرو حاصلات کم او ډېرې ونې یې د اوبو د کمښت له امله وچې شوي دي. 

د بلخ د تاشقرغان د سیمې یو شمیر کروندګر وايي چې سږکال د وچکالۍ له امله د اینځرو حاصلات کم او ډېرې ونې یې د اوبو د کمښت له امله وچې شوي دي.

اینځر، انار او بادام هغه کښتونه دي چې د تاشقرغان کروندګر یې کري او ددغې سیمي د خلکو د عاید یوازیني شیان دي. خو کروندګر وايي چې سږ کال د وچکالۍ او مرضونو له امله د دوی ګڼ شمېر د اینځرو باغونه وچ شوي دي.

د تاشقرغان د باغچې د کلي کروندګر محمد افضل وايي چې د اینځرو کرل دوی ته له کلونو په میراث پاتي دي او زیاتوي چې اینځر د دغې سیمي د کروندګرو د اقتصاد لپاره یو حیاتي کښت دی.

هغه وویل: "اینځر ددې ځای دهقانانو ته ډېر مهم دي. دلته سل کاله کېږي اینځر کرل کېږي. هر کال یې حاصلات یې ښه وو، اوبه وې. خو سږ کال نه اوبه لرو او مرض هم نیولي دي حاصلات یې صفر دي. که اوبه وي هم یې حاصل ډېرېږي او هم زموږ وزګار ښه کېږي. زموږ ټول ژوند په دغه زراعت ولاړ دی".

دغه کروندګر وايي چې د تاشقرغان د سیمي کروندګرو تر اوسه په دغه سیمه کې کوکنار نه دي کرلي او نه به یې وکري. هغه وايي چې کوکنار مضر کښت دی نو ځکه د تاشقرغان کروندګر کوکنار نه کري.

هغه داسې وویل: "نه مونږ کوکنار کرو نه مو اورېدلي او نه یې پېژنو. کوکنار بد ګڼو ځکه نشه یي شی دی او خطرناک دی".

کروندګر محمد افضل وايي چې له دولت څخه غواړي چې دوی ته دې څاه ګانې ووهي ځکه چې باغونه یې وچ شوي دي.

د تاشقرغان انځر د افغانستان په کچه مشهور انځر دي، چې زیاتره وخت له نورو ولایتونو او لرې سیمو څخه ځوانان تاشقرغان ته د انځر خوړلو لپاره په چکر ځي، خو د تاشقرغان اوسېدونکي وايي چې سږ کال د حاصلاتو کموالي له امله دغې سیمي ته سیاحت کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG