د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې له لوري‌ فضا ته د ایران د سپوږمکۍ استولو اندېښنې پارولې 


د روسیې له خوا د قزاقستان د فضایي مرکز څخه فضا ته د ایرانۍ سپوږمکۍ توغولو داسې اندیښنې پارولي چې کیدای شي مسکو هغه په اوکراین کې د پوځي اهدافو د څارنې لپاره وکاروي.

پداسې حال کې چې پر اوکراین باندې د یرغل په وجه د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو په نتیجه کې د روسیې نړیواله انزوا مخ په ودې ده، کرملن هڅه کوي خپله پاملرنه منځني ختیځ، اسیا او افریقا ته واړوي او د خپل هیواد تر فشار لاندې فضایي پروګرام لپاره نوي مشتریان پیدا کړي.

د روسیې د فضایي چارو د ادارې مشر یوري بورسوف په قراقستان کې د روسیې تر کنترول لاندې بایکنور په فضایي مرکز کې د ایران-روسیې ترمنځ دوه اړخیزه همکاري وستایله او وویل چې دا کار د «نویو او حتی پراخو پروژو پلي کولو ته لاره پرانبزي.»

د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زارعپور چې د ایراني سپوږمکۍ د توغولو په مراسمو کې ګډون کړی د «خیان» په نامه ددغې سپوږمکۍ توغول یې یوه «تاریخي» پیښه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د فضایي چارو په برخه کې د همکارۍ یو نوی فصل وګاڼه.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې ایران چې له مسکو سره یې اړیکې ساتلې او پر اوکراین د برید په اړه یې له انتقادونو ډډه کړې، هڅه کوي هغه شکونه له منځه یوسي چې مسکو ښايي له «خیام سپوږمکۍ» څخه پر اوکراین د جاسوسۍ لپاره کار واخلي.

تیره اونۍ واشنګټن پست د غربي استخباراتي مقاماتو له خولې چې نوم یې ندی اخیستل شوی ویلي دمخه تر دې چې روسیه ددې سپوږمکۍ کنترول ایران ته وسپاري «پلان لري چې د سپوږمکۍ څخه د څو میاشتو او یا اوږدې مودې لپاره» د خپلو جنګي هڅو لپاره کار واخلي.

خو د ایران د فضایي چارو اداره وایي څه کم دوه ساعته وروسته له هغې چې د سیوز-۲ راکټ په واسطه سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوه د «ایران د فضایي چارو مرکز د سپوږمکۍ څخه لومړني اطلاعات» ترلاسه کړل.

د ایران فضایي مرکز د یکشنبې په ورځ وویل چې اسلامي جمهوریت به له لومړنۍ ورځې څخه سپوږمکۍ کنترول کړي، ددې مرکز دغه وینا د واشنګټن پست رپوټ ته یو څرګند غبرګون و.

دغې ادارې ویلي چې د سپوږمکۍ د اطلاعاتو د پټې محاسبې په وجه «هیڅ دریمګړی هیواد نشي کولای چې دغه اطلاعات ترلاسه کړي».

د ایران فضایي ادارې ویلي چې د «خیام» سپوږمکۍ د توغولو هدف د «هیواد د سرحدونو، د زراعتي تولیداتو پراخول، د اوبو د منابعو او د طبیعي پیښو څارل دي.»

XS
SM
MD
LG