د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې مې”د پوډریانو بد وضعیت“ ولید نو ځکه مې د کوکنارو کر پریښود- د خټکیو کروندګر 

کابل کې مې”د پوډریانو بد وضعیت“ ولید نو ځکه مې د کوکنارو کر پریښود- د خټکیو کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

په بلخ کې د خټکیو یو کروندګر وايي، څلور کاله مخکې یې هغه مهال د کوکنارو کرل بند کړل چې په کابل کې یې په نشه يي موادو ډیر روږدي په بد وضعیت کې ولیدل. دې کروندګر اوس په سل جریبه ځمکه خټکي کرلي چې د سږني کال حاصلاتو نه هم خوښ دی. 

دا کروندګر جمعه ګل نومیږي او د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه وویل: "کوکنار ما له نن نه څلور کاله مخکې کرل. خو کابل ته چې ولاړم او پوډریان مې ولیدل. حال یې ډېر خراب وو. بس هملته مې وویل چې کوکنار کې مې که په ساعت کې میلیونونه ګټه وي، خو چې بل مسلمان ورور مې په داسې ورځ کېږي نو زه یې د کوکنارو نه تېر. نو د هغه په وجه مې خټکي او پنبې کرل شروع کړل. چې له دې لارې حلاله روزي لاسته راوړم. او بل مومن مسلمان هم داسې پوډري او په بده ورځ نه شي.".

دغه کروندګر چې سږکال یې په خپلو ځمکو کې خټکي کرلي دي که څه هم د خټکیو حاصلات سږکال ښه بولی خو د زراعتي تخمونو، کیمیاوي سرې، او د کښتونو د درملو د ګرانښت له امله له خټکو ډېره ګټه لاسته راوړلی نه شي.

جمعه ګل وايي چې حکومت دې له دوی سره د زراعتي مرضونو ضد درملو مرسته وکړي.

هغه وویل: "اوس مې په سل جریبه ځمکه کې خټکي کرلي دي. خو دواګانې سمې نشته دي. حکومت دې سمې دواګانې کمک وکړي. جهاني بازار هم نه لرو، همدا خپل ملک دی که اضافه شوه نو وراسته کېږي".

چمتال یو له هغه ولسوالیو څخه ده چې په پراخه کچه په کې د کوکنارو کښت کېږي، خو د کوکنارو ځیني کروندګر د انساني همدردۍ له امله د کوکنارو کر پرېږدي او پر ځای یې قانوني او حلال کښت ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG