د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د افغانستان او اوکراین په اړه: که زه اعلی سرقوماندان وای، هیڅکله به داسې نه وای شوي


د متحده ایالتونو پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ تېره ورځ سه شنبه ۲۶ جولای (زمری څلورمه) خپله هغه ادعا بیا تکرار کړه چی د ۲۰۲۰ کال ټاکنی یې ګټلي دي. له دې څخه داسې جوتیږي چې ښایي هغه یوځل بیا سیاست ته مخه کړي او د امریکا د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې کاندید شي.

له واک څخه له لېرې کېدو وروسته په لومړي ځل ښاغلی ټرمپ پرون واشنګټن ته راغی او دلته یې د "لومړي امریکا اجنډا" تر عنوان لاندې غونډې ته خبرې وکړې.

هغه د خپل جمهوري ریاست له دورې څخه څه باندې ۱۸ میاشتې وروسته، اوس دې ښار ته د خپلو بډایو ملاتړو په ملتیا په یوه لویه غونډه کې د سیاست او پالیسۍ اړونده وینا کولو په موخه راغلی دی.

له دې وړاندې وروستی ځل چې ښاغلي ټرمپ په واشنګټن کې خلکو ته وینا کوله، هغه د ۲۰۲۱ کال د جنوري د ۶مې پر مرګونې پېښه یوازې څو اونۍ اوښتې وې. هغه پېښه چې د نوموړي د دوهم ځل ناکامې استیضاح سبب شوې وه.

ټرمپ وویل: "ما لومړی ځل ځان کاندید کړ او ما وګټله. د دوهم ځل لپاره کاندید وم او ډیر مخکی ولاړم. مونږ په ملیونونو رایې واخیستې، او تاسو پوهیږئ چې څه وشول؟ دا به د ډېر وخت لپاره د یوه داستان په توګه پاتي وي. څومره د شرم خبره وه. مونږ به بیا هم همدا کار وکړو".

په خپله ۹۰ دقیقه یي وینا کې، پخواني جمهور رئیس وویل چې د "قانون د حاکمیت" د پاره پکار ده له کډوالو سره سخت چلند وشي، د مخدره موادو قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورکول شي او د قانون د پلې کوونکو صلاحیتونه زیات شي.

ټرمپ په دې وینا کې له افغانستان څخه د امریکا وتلو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل: "موږ هغه ملت یو چې په افغانستان کې تسلیم شوو. وژل شوي سرتېري، امریکايي وګړي او د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهیزات مو تر شا پرېښودل".

پخواني جمهور رئیس زیاته کړه: "موږ هغه ملت یو چې روسیې ته مو اجازه ورکړه چې اوکراین ویجاړ کړي، په سلګونو زره خلک ووژني او تر دې به هم واوړي. او که زه اعلی سرقوماندان وای، دا به په هیڅ ډول، هیڅکله نه وای پیښ شوي. هیڅکله به داسې نه وای شوي".

امریکاغږ د ټرمپ د پلویانو له جملې څخه د امریکا د ولسې جرګې د پخواني جمهوري غوښتونکي رئیس، نیوت ګینګریچ نه وپوښتل چې د ټرمپ د ټاکنو د بریا د ادعاوو په هکله څه فکر کوي؟ همدارنګه د هغه د پلویانو له خوا د متحده ایالاتو د کانګرس په ماڼۍ باندې د جنوري د شپږمې نېټې بغاوت چې هڅه یې کوله د جمهور رئیس بایډن د بریا مخه ونیسي، څه وايي؟

ګینګریچ وویل: "دا جالبه خبره ده چې تاسو د هغه له دوه ساعته وینا څخه یوازې نوي ثانیې خبرې را اخلئ او په هکله یې خبرې کوئ".

امریکا غږ د ټرمپ له وینا یوه ورځ وړاندې، د سپینې ماڼۍ له ویاندې څخه وپوښتل چې آیا د بایډن اداره به د ټرمپ وینا واوري؟ کارین جین-پیري په ځواب کی داسې وویل: "دا داسې څه نه دي چې زه یې تعقیب کړم او یا موږ یی تعقیب کړو. زه په دې نه پوهېږم چې هغه به د څه شي په باره کې خبرې کوي".

خو ځینې شنونکي وایي د امریکا په ټاکنو کې د شک پیدا کولو دپاره د ټرمپ هڅې مهمې دي.

د بروکینګز څېړنیزې موسسې غړی مایکل اوهانلن وايي د ټرمپ له ډېرو پالیسو او نظرونو سره موافق دی: "ځکه هغه دا کم ترکمه د قانون په چوکاټ کی ترسره کول. دا هغه څه دي چی د څار او انډول د ازادۍ او ولسواکۍ د بهیر سره د اساسی قانون په چوکات کی اجازه ورکړل شوې ده. دا چې د ټاکنو پایله د منلو وړ نه ګڼل کیږي او غواړي چې خپل شخصي احساسات پکې دخیل کړي، نو دا خبره بیا غیر قانونی بڼه غوره کوي".

شنونکي وايي د ټرمپ څرګندونې د متحده ایالاتو پر بهرني دریځ هم اثر لرلی شي.

د ټکساس پوهنتون پروفیسر جرمي سوري وايي: "د ټرمپ دې وینا د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو لپاره سخته کړې ده چې نړیوالو ته ووايي چې زموږ نظام په نړۍ کې د ډیموکراسۍ سمبول دی. کله چې دېرش فیصده امریکایان داسې بیهوده خبرو ته غوږ نیسي. او د هغه وینا ته، د تیرې شپې په څېر، چکچکې کوي حتی که هغه بیا ټاکنې و هم نه ګټي، بیا هم ددې ښکارندوی ده چې ډیموکراسي د امریکایانو له نظره غالب ځواک نه دی".

XS
SM
MD
LG