د لاس رسي وړ اتصالات

د یو معتاد کیسه چې د جمهوریت یوه پوسته یې طالبانو ته سپارلې وه او د اعدام حکم پرې شوی و 

د یو معتاد کیسه چې د جمهوریت یوه پوسته یې طالبانو ته سپارلې وه او د اعدام حکم پرې شوی و 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د غازي په نوم په نشه يي موادو یو معتاد چې په تیر جهوري نظام کې یې د محلي پولیسو یو قوماندان وژلی و او پوسته یې طالبانو ته سپارلې وه او وروسته محکمې پرې د اعدام حکم صادر کړی و اوس د بلخ د معتادینو د درملنې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی. 

دغه ۵۷ کلن معتاد وايي، دی د باګرام په زندان کې د محکمې د حکم د تطبیق لپاره زنداني و خو د تیر جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له رسیدو سره جوخت د نورو زندانیانو په څیر دی هم له زندان خوشې شو او د محکمې د اعدام له حکم بچ شوی دی.

دغه معتاد دیرش کاله نشه يي مواد کارولي دي. هغه وویل : " زه په ژوند کې ډېر ځله بندي شوی یم. خو دا اخر ځل په باګرام زندان کې بندي شوی وم. ما د اربکیانو قوماندان ویشتلی و او د هغه پوسته مې امارت ته تسلیم کړی وه. په هغه پوسته کې یو رینجر و. یو هاوان وو. یوه دهشکه وه. دوه میل پیکا وه. یو راکټ و. یو درازکوف و او یو کلشنکوف و. دا ټول ما امارت اسلامي ته تسلیم کړې وه. په همدې قضیه زه بندي شوم. په باګرام کې دوه محکمو په ما د اعدام حکم کړی وه. ۱۱۰۰۰ جرمانه او اوه کاله د عضویت بند حکم کړی و".

غازي وايي، پاکستان ته له کډوالۍ وروسته هلته په نشه یي توکو روږدی شوی دی او په وینا یې چې د اعتیاد لامل یې د کورنۍ له خوا ورته نه پاملره وه. غازی خپله کیسه داسې کوي : " زه معتاد ځکه شوم چې پلار مې دویم واده وکړ. بیا مې پلار د خپلې ښځې سره له مونږ نه بېل ژوند کوو. چې د یو چا سرپرست نه وي هغه له هر رقم خلکو سره کیني، قمار هم وهي. نشه هم کوي. بیا اخر کې پاکستان ته لاړو هلته کډوال شو. هلته راته د ښه ژوند زمینه نه وه مساعده ".

دغه معتاد وايي چې دوه زامن لري خو اوس له خپلې کورنۍ لرې دی او په وینا یې چې پنځه کاله کېږي چې په خپل کور کې یې یوه شپه هم نه ده کړې.

غازي زیاتوي چې نه غواړي د معتادینو د درملنې له کمپ څخه ووځي، ځکه چې که چیرته له کمپ څخه ووځي بیرته به په نشه یي توکو روږدی شي.

XS
SM
MD
LG