د پیښور په چاپخانو د افغانستان د اوسني وضعیت ناوړه اغیز
د تېر اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په افغانستان کې د لوستلو کلتور او د کتاب صنعت ته په ځانګړې توګه سخت زیان رسیدلی دی. په پېښور کې د مطبوعاتو د چاپ يو شمېر ادارې په ژور اقتصادي بحران کې دي او يا تړل شوي دي. د پښتو کتابونو لوست کم شوی او د اردو کتابونو خرڅون ورځ تر بلې په وده کې دی