د لاس رسي وړ اتصالات

د مزارشریف ښار د معتادینو له شتون څخه تقریبا پاک شوی- چارواکي 


د مزارشریف ښار د معتادینو له شتون څخه تقریبا پاک شوی- چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

د مزارشریف کوڅې، هدیرې او د نشه يي موادو د معتادینو د راټولیدو ځایونه اوس له روږدو څخه خالي شوي او د سیمه ایزو خلکو او چارواکو په وینا ایله لس په ۱۰۰ کې معتادین د ښار په واټونو کې لیدل کیږي. 

د مزارشریف کوڅې، هدیرې او د نشه يي موادو د معتادینو د راټولیدو ځایونه اوس له روږدو څخه خالي شوي او د سیمه ایزو خلکو او چارواکو په وینا ایله لس په ۱۰۰ کې معتادین د ښار په واټونو کې لیدل کیږي.

سیمه یز چارواکي پدغه ښار کې د معتادینو د حضور راکمول د روږدو د راټولولو لړۍ بولي چې دوی پیل کړې وه او معتادین به یې د درملنې لپاره د تداویۍ مرکزونو ته لیږل.

د بلخ له مخدره موادو سره د مبارزې ریاست وايي، چې د مزارشریف له کوڅو، هدیرو، کنډرونو، او سرکونو یې ۴۰۰۰ معتادین را ټول کړي او په شخصي کمپونو او دولتي شفاخانو کې یې درملنه کړې ده.

ددې ریاست سرپرست مدیر مولوي عبدالکبیر امرالله وايي چې په بلخ ولایت تر ۹۰۰۰۰ پورې معتادین شتون لري.

هغه وویل: "مزارشریف کې تقریباً ۹۰۰۰۰ معتادین موږ لرو. او په دغو کې چې کوم معتادین د سرکونو په سر ژوند کوي یا په خرابو، یا هدیرو کې ژوند کوي. تقریباً څلور زره معتادین موږ له دغو څخه تدواي کړي دي".

دغه طالب چارواکی ادعا کوي چې اوس د مزارشرف په ښار کې هغه معتادین چې د سرکونو په سر اوسېدل، ۹۰ فیصده یې راټول شوي دي او یوازې لس فیصده پاتي دي. مولوي امرالله وویل: "د سرکو په سر به کیدای شي تقریباً لس فیصده معتادین پاتې وي".

مولوي عبدالکبیر امرالله وايي چې یاد شمېر معتادینو درملنه په دوه دولتي او ۱۰ شخصي کمپونو کې شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د معتادینو د درملنې د مرکزونو رییسانو امریکا غږ ته ویلي وو چې د بودیجې او مالي مرستو د کموالي له امله ددغو مرکزونو فعالیتونه ټکني شوي دي.

د مزارشریف د دشت شور سیمي هدیره چې د سلګونو معتادینو د اوسېدو ځای وو، خو اوس ددغې سیمې خلک وايي چې طالبانو له دغې هدیرې ټول معتادین راټول کړي دي.

د دشت شور د دغې پخوانۍ هدیري په ګاونډ کې اوسېدونکي وايي چې معتادینو به په دغه سیمه کې وړې او غټې غلاګانې کولې.

ددغې سمیې یو تن اوسېدونکی ګلبدین وايي چې اوس دوی په دغه سیمه کې معتادین نشته. هغه داسې وایي: "دلته چې و مخکې پوډریان ګرځېدل. ښځې، ځوانان او خلک په عذاب وو ورسره. ځکه چې معتادینو به د خلکو له کورونو غلا کوله او ځانته به یې پرې پوډر اخیستل. خو اوس معتادین نشته او اوس کراره کراري ده".

په مخدره توکو هغه روږدي چې مسافر دي، کورونه نه لري او یا د کورنیو له خوا شړل شوي وي په ښارونو کې د سرکونو په سر او کنډرو کې اوسېږي چې له امله یې ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

XS
SM
MD
LG