د لاس رسي وړ اتصالات

د هېنجې یو جریب ځمکه د لس جریبه کوکنارو څخه ډېر عاید لري-  کروندګر 


د هېنجې یو جریب ځمکه د لس جریبه کوکنارو څخه ډېر عاید لري-  کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ کروندګرو چې هېنجه یې کرلې او اوس نېښ وهلو ته رسېدلې ده، وایي چې د یوه جریب هینجې د حاصل ګټه د لسو جریبو کوکنارو له حاصل ډیره ده. 

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ کروندګرو چې هېنجه یې کرلې او اوس نېښ وهلو ته رسېدلې ده، وایي چې د یوه جریب هینجې د حاصل ګټه د لسو جریبو کوکنارو له حاصل ډیره ده.

د بلخ ولسوالۍ کروندګر محمد عمر وايي، چې څلور کاله مخکې یې هېنجې کرلو ته مخه کړې ده او اوس یې د حاصل وخت دی. هغه وویل: "هېنجه مې کرلې ده، دا نېښګر په کې لګیا دي اوس ترې شیره راټولوي".

د کروندګر محمد عمر په وینا چې دی د کوکنارو په پرتله له هېنجې څخه ډېر عاید لاسته راوړي او د کوکنارو بیعه له هېنجې کمه وه، ستړیا یې زیاته او ګټه یې هم نه کوله.

هغه وايي :"د کوکنارو بیه یا پنځه زره وه یا شپږ زره وه. جګرخوني یې هم زیاته وه. حرام بوټی وو او ځوانان هم پرې اخته شوي وو ".

محمد عمر وايي چې د هېنجې په کروندې کې یې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده او زیاتوي چې له هغه سره په کرونده کې له پنځوسو تر سلو ځوانان په کار بوخت دي.

نوموړي وویل: " سل پنځوس کسه راسره په کرونده کې کار کوي. اوس ۷۰ کسه نېښګري لرم".

ددغه کروندګر په وینا چې په یو جریب ځمکه کې یې ۷۰۰۰ بوټې هېنجه کرلې ده او زیاته یې کړه چې له یو جریب ځمکې څخه له شپاړسو تر اولسو کیلو حاصل لاسته راوړي، چې یوه کیلو یې په بازار کې په ۳۰۰۰۰ افغانې خرڅوي.

هغه امریکا غږ ته داسې وویل: "جریب کې مې ۷۰۰۰ نیاله کېنولي دي. دوه کاله بیا د ددې خدمت کوم. وروسته له درېم کاله زه نېښکر وراچوم. بیا زه یوه کیلو په دېرش زره خرڅوم. له جریب نه ۱۶ کیلو هېنجه اخلم. که خدمت دې یې زیات کړی وي ډېر حاصل کوي. ددې هېنجې یو جریب د لس یا د شل جریبه د تاریاکو حاصل کوي".

کروندګر وايي چې هېنجه د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل کېدلای شي. خو د کروندګرو په وینا چې د هېنجې کرلو یوازیني خنډ ورته اقتصادي ستونزې دي. کروندګر له دولت څخه غواړي چې له دوی سره دې د هېنجې د بوټو او تخمونو مرسته وشي.

د امریکا غږ د راپورنو په اساس تېر لمریز کال د افغانستان څخه هند ته د سل میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت هېنجه صادر شوې ده.

XS
SM
MD
LG