د لاس رسي وړ اتصالات

په تیرو لسو میاشتو کې په بلخ کې د دوه سوه ښځینه معتادینو درملنه شوې 


په تیرو لسو میاشتو کې په بلخ کې د دوه سوه ښځینه معتادینو درملنه شوې 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په مخدره موادو د روږدو د درملنې بهیر د بهرنیو مرستو په کمیدو ټکنی شوی خو د بلخ ولایت د مزار شریف په ښار کې د شمال په کچه د ماشومانو او ښځینه معتادینو د درملنې یوازیني روغتون کې د ۲۰۰ معتادینو درملنه شوې ده. 

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په مخدره موادو د روږدو د درملنې بهیر د بهرنیو مرستو په کمیدو ټکنی شوی خو د بلخ ولایت د مزار شریف په ښار کې د شمال په کچه د ماشومانو او ښځینه معتادینو د درملنې یوازیني روغتون کې د ۲۰۰ معتادینو درملنه شوې ده.

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د مهتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره یو ۷۰ بستریز روغتون شته دی، چې په کې د اتلس کلونو څخه کم عمره نجونو او ماشومانو درملنه کېږي.

دغه روغتون د افغان ښځو لپاره د ټولنیزو خدماتو مؤسسې له خوا جوړ شوې دی.

د دغه روغتون مشره ډاکټره مرضیه دیدار وايي، دا روغتون درې برخې لري چې په کې د ښځینه وو معتادینو، اتلس کلونو څخه کم عمره نجونو او ماشومانو درملنه کېږي.

هغې وویل: " دا د ښځو، اتلس کالو څخه کم عمره نجونو، او ماشومانو د درملنې ۷۰ بستریز روغتون دی. په دې روغتون کې ۳۰ بستره د ښځو، ۱۵ بستره له اتلس کالو څخه کم عمره نجونو او ۲۵ بستره د ماشومان د درملنې لپاره ځانګړي شوي دي."

د ډاکټرې مرضیه دیدار په وینا د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه روغتون کې د ۲۰۰ معتادینو درملنه شوې ده.

هغې وویل د طالبانو "له واکمنېدو وروسته مونږ تقریباً ۲۳۲ مریضان بستر کړي دي، له یاد شمېر څخه ۲۰۱ مریضان له درملنې وروسته رخصت شوي دي. اوس موږ ۳۷۵ مریضان په کورونو کې تر څار لاندې لرو".

ډاکټره مرضیه دیدار د ښځینه معتادینو د اعتیاد اساسي لاملونه د ښځینه معتادینو کورنۍ، درانه کارونه کول، او مخدره توکو ته اسان لاسرسېی ګڼي.

هغې وویل: " د ښځینه معتادینو د اعتیاد لاملونه یې کورنۍ دي چې له معتاد مېړه، ورور یا معتاد پلاره سره یې اعتیاد ته مخه کړي وي او درانده کارونه کول او مخدره موادو ته لاسرسی دی".

د ډاکټر مرضیه دیدار په وینا چې د ښځینه وو او ماشومانو د درملنې په دغه ۷۰ بستریز روغتون کې معتادینو ته دیني زده کړې، د سواد زده کړې او حروفوي زده کړې هم کیږي.

بلخ یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د مخدره موادو تر سلو زرو زیات معتادین په کې شته او سږ کال هم پکې د کوکنارو کر شوی و.

XS
SM
MD
LG