د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د هینجې کروندګر سږ کال ښه حاصل ته په تمه دي 


په بلخ کې د هینجې کروندګر سږ کال ښه حاصل ته په تمه دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په بلخ کې د هینجې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال کرلې هینجه یې د شیرې ورکولو مرحلې ته نږدې شوې او تمه لري چې حاصل به یې ښه وي. 

په بلخ کې د هینجې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال کرلې هینجه یې د شیرې ورکولو مرحلې ته نږدې شوې او تمه لري چې حاصل به یې ښه وي.

د هینجې کروندګر وايي چې د بلخ اقلیم ته په کتو په دغه ولایت کې هېنجه یا هېنګ له کوکنارو ښه حاصل ورکوي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ یو تن کروندګر محمد اجمل چې په ۸۰ جریبه ځمکه کې یې هېنجه کرلې وايي چې د هېنجې عاید له کوکنارو او نورو کښتونو ښه دی، نو ځکه یې هېنحه کرلې ده.

هغه وویل: " اوس فعلا چې دا کارتنونه پرې ايښي دي، دا نو په شیره باندې یې شروع راغلې ده. دا نو پنځه میاشتې تر هغه چې کلک باران نه وي شوی دا شیره ورکوي".

کروندګر محمد اجمل وايي د بلخ ولایت اقلیم ته په کتو د هېنجې کر له کوکنارو ښه حاصل ورکوي، ځکه اوبه کمې غواړي.

هغه وویل: "دا هېنجه ده او عاید یې شکر له نور کښتونو ښه دی. یو څه مصارف لري خو بازار یې هم ښه دی. آزاد بازار لري. یو کیلو یې له ۲۵۰۰ تر ۲۸۰۰۰ خرڅېږي".

دغه کروندګر وايي چې ځینو کروندګرو چې کوکنارو او چرس کرلي وو، د ډېرو مصارفو سربېره هم ترې ښه عاید نه دی ترلاسه کړی.

محمد اجمل وویل: "دغه کومو خلکو چې تاریاک او چرس کرلي، ډېر مصارف یې هم پرې کړي دي، خو هیڅ ترې نه شي لاسته راوړی او ښه کار هم نه دی چې خلک کوکنار وکري ".

په بلخ کې له تېرو پنځه کلونو راپه دیخوا یو شمېر کروندګرو د هېنجې کرلو ته مخه کړې ده. د کروندګر په ویناء چې د هېنجې کرل له کوکنارو یو په سل سلنه ښه دی، ځکه چې هم ښه عاید ترې ترلاسه کوي او هم حلال کښت دی.

XS
SM
MD
LG