د لاس رسي وړ اتصالات

د مرستو له کمیدو سربیره په بلخ کې  لا هم د معتادینو درملنه روانه ده- چارواکي 

د مرستو له کمیدو سربیره په بلخ کې  لا هم د معتادینو درملنه روانه ده- چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

پداسې حال کې چې د معتادینو د درملنې په برخه کې د نړیوالو د مرستو د کمي خبره کیږي، بل لورته د بلخ په ولایت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي وايي، چې پدغه ولایت کې د معتادینو د درملنې ۱۷ دولتي او شخصي کمپونه او مرکزونه فعال دي. 

ددې ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر قاري رمضان ذاکر امریکا غږ ته وویل چې د مزار شریف په ښار کې شپږ دولتي روغتونونو او مرکزونو کې د معتادینو درملنه کیږي او ترڅنګ یې یوولس شخصي د معتادینو د درملنې کمپونه شته دي.

هغه وویل:”په هر کمپ کې مونږ تقریبا دوه، دوه نیم سوه یو نیم سل تعداد د مریضانو لرو. ډیره په اساسه طریقه باندې ډاکټران د دوی د علاج ترتیب برابروي“.

د بلخ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر داسې مهال د معتادینو د درملنې وايي، چې څه موده وړاندې د بلخ د معتادینو د سراپا تداوۍ د مرکز موظف ډاکټر ویلي وو چې د بودیجې له نشتون سره مخ دي او نړیوالو خپلې مرستې بندې کړي دي.

د محلي شمیرنو له مخې د بلخ په ولایت کې د یو سل شل زره په شاوخوا کې په مخدره موادو روږدي شته دي. پدغو معتادینو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د بلخ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر دا هم وايي، چې په بلخ کې د ښځینه او ماشومانو د معتادینو دوه مرکزونه هم فعال دي.

دا داسې مهال ده چې د مزار شریف په ښار کې د څلور زرو بې سرپنا معتادینو خبره هم کیږي خو پدې وروستیو کې راپور ورکړل شوی چې د مزار شریف د دشت شور له سیمې معتادین ټول شوي دي.

XS
SM
MD
LG