د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو د بندولو په اړه د خپل مشر فرمان هرومرو تطبیقوو- طالب چارواکي 


د کوکنارو د بندولو په اړه د خپل مشر فرمان هرومرو تطبیقوو- طالب چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

په بلخ ولایت کې د طالبانو د سرپرست حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت یو چارواکي ویلي، چې د دوی د مشر ملا هیبت الله له فرمان وروسته د کوکنارو کر حرام شوی او دغه فرمان حتما تطبیقوي. 

په بلخ ولایت کې د طالبانو د سرپرست حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت یو چارواکي ویلي، چې د دوی د مشر ملا هیبت الله له فرمان وروسته د کوکنارو کر حرام شوی او دغه فرمان حتما تطبیقوي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې د معینیت د ولایتي چارو رئیس مولوي عزیزي امریکا غږ ته وویل چې خلکو ورسره وعدې کړي، چې کوکنار به نه کري.

هغه وویل:”چې امیرالمؤمنین اعلان وکړ، دا کښت نور حرام شو. مخکې به روا وو یا ناروا وو خو له امر وروسته نور دا کښت حرام شو. نو امارت خپل امر ته ملا تړلې ده دا به په ټول ملت باندې نافذیږي. زمونږ خلکو دا امر د سر په سترګو منلی دی مونږ ته یې وعدې راکړي دي چې له دې وروسته به نور مواد مخدر نه کرل کیږي په افغانستان کې“.

مولوي عزیزي له یوه یوولس کسیز پلاوي سره د بلخ په ولایت کې د مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې یوه سمینار ته تللی وو

هغه وویل چې د سمینار موخه د مخدره توکو د مخنیوي په لارو چارو، د ولس، مظنونیو او معتادینو سره د خپلو کارمندانو د چلند اړوند د هغوی ظرفیت لوړول دي.

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي، چې د بلخ په ولایت کې د معتادینو درملنه سمه روانه ده، خو وړاندې له دې راپور ورکړل شوی وو چې د بلخ په ولایت کې د بودیجې د کمښت له امله د معتادینو د درملنې ظرفیت را ټیټ شوی دی.

بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې د کوکنارو سږ کال ډير کر پکې شوی وو او د یو این اوو ډي سي د ۲۰۲۰ کال د سروې له مخې پدغه ولایت کې په څه کم شپږ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

XS
SM
MD
LG