د لاس رسي وړ اتصالات

آیا طالبان د واک د ویش پر سر په خپل منځي اختلافاتو اخته شوي؟


د طالبانو ناراضه هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد
د طالبانو ناراضه هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د طالب مشرانو ترمنځ او په منځنۍ کچه د طالبانو له رهبري سره ددغې ډلې د سیمه ایزو قومندانانو اومسولینو د اختلافاتو څو موارد لیدل شوي دي.

په تازه مورد کې یو شمیر سیمه ایزو رسنیو د طالبانو د حکومت او د یادې ډلې د یو سیمه ایز قومندان مولوي مهدي مجاهد ترمنځ د اختلافاتو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی.

راپورونه وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې هزار طالب قومندان مولوي مهدي مجاهد د بامیان ولایت د استخباراتو د ریاست له مقام څخه ګوښه کړی دی.

مولوي مهدي ویلي دي په دې وروستیو کې د طالبانو څو پلاوي ورغلي څو اختلافات هوار شي.

دغه هزاره طالب قومندان په دې ویډیویي پیغام کې په تنده لهجه ویلي ‌دي چې" هغوی د افراط خلک ندي ، نه د ظلم او ستم او نه هم ظلم مني. لکه څنګه چې وینئ، په دې وروستیو کې د امارات څو پلاوي راغلل. له هغوی سره مو دوستانه او د ورورولۍ خبري درلودې... له هغوی مو څه غوښتل؟ په خدای قسم یوازې ورورولي، برابري او له اجتماعي عدالت پرته بل مو بل څه ندي غوښتي او نه یې غواړو."

مهدي د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي په تیرو ۴۰ کلونو کې بیلابیلو ډلو هڅه کړې چې یو بل له سیاسي او نظامي صحنې څخه لري کړي خو دې ډول کړنو نه پخوا او نه هم په راتلونکې کې نتیجه ورکړي.

تر اوسه خپلواکو سرچینو ښاغلي‌ مهدي ته ددغو منسبو څرګندونو د صحت او کره والي په اړه څه ندي ویلي. امریکا غږ له مهدي سره د اختلافاتو د رامنځ ته کیدو په اړه د طالبانو له یو ویاند بلال کریمي سره تماس ونیو خو هغه په دې اړه بې خبري وښوده.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د مهدي یو نږدې همکار چې ظاهرا د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د خپلو ګڼ شمیر وسله والو ملګرو په منخ کې دی وایي چې هیڅوک بلخاب په زور نشي نیولی.

د مهدي دغه همکار په خپله وینا کې وویل:" مولوي مهدي مجاهد د طالبانو د ډلې هغه پخوانی قومندان ندی چې د هر طالب په ساز وقصیږي. اوس مهدي مجاهد د لس میلیونو هزاره او شعیه ګانو نماینده ګي‌ کوي. یا زموږ حق راکړئ او که یې نه راکوي، له جګړې هم ویره نشته."

د مهدي د همکار دغه څرګندونې وروسته له هغه بیان شوې چې د راپورونو له مخې، طالب چارواکو پریکړه کړې چې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته نظامي ځواکونه واستوي او اختلافاتو ته رسیده ګي وکړي.

له بله لوري، مرکز کابل ته د نوموړي د تګ او معینیت ترکچې د دندې وړاندیز چې ادعا کېږي ورته شوی، نه منل کېدل، پر طالبانو د نوموړي د بې باورۍ او هلته د نیول کېدو د احتمال له امله ګڼل کېږي.

د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو ريښه

یو شمیر تحلیلګران په دې باور دي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د لومړۍ دروې برخلاف چې د افغانستان کابو ټولې نظامي، سیاسي او اقتصادي چارې د ملا محمد عمر سره وې، د طالبانو د حاکمیت په دویمه دوره کې متعددې ډلې د واک د ټینګښت په برخه کې په پریکړو کې ونډه لري.

په قطر کې د افغانستان د پخواني حکومت شارژدافیر عظیم الله ورسجي چې د پخواني حکومت د سولې مذاکرات یې له نږدې څارل امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د اختلافاتو لویه برخه "قومي ریښه" لري او دا ډول اختلافات ممکن د خونړیو جګړو لامل شي.

د افغانستان د ولسي‌ جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وایي چې د طالبانو ترمنځ اختلاف علني خبره ده او عمده جنجال په سیاسي او نظامي واک پر سر ده او ددې لړۍ دوام طالبانو ته لوی مشکل رامنځ ته کولی شي.

میرمن بارکزۍ امریکا غږ ته وویل:"د طالبانو د ډلې ترمنځ اختلاف یوه ښکاره خبره وه، حتی مخکې له دې چې هغوی کابل ته راشي او قدرت ترلاسه کړي. په دې وروستیو کې موږ وینو هغه طالبان چې په بدخشان ، بامیان، دایکندي، فاریاب او نورو سیمو کې همکاري کوله، خپله همکاري بنده کړې ده ځکه دوی ونیو د وخت په تیریدو سره د قدرت کومه ژمنه چې ورسره شوې وه هغه ورنکړل شوه بلکې له هغوی سره اختلافي او له تبعیض څخه ډک چلند هم کیږي."

تر دې مخکې په فاریاب ولایت کې هم د سړي تښتوني په تور د طالبانو د یو ازبک قومندان مولوي عالم مخدوم تر نیول کیدو وروسته د هغه پلویانو او طالبانو ترمنځ د جنجال رامنځ شو چې په پایله کې یې مظاهرې هم وشوې. مخدوم پر ځان دغه تورونه رد کړل.

د افغانستان د ولسي‌ جرګې پخوانی مرستیال نذیر احمدزی د طالبانو داخلي اختلافات د اندیښنې وړ بولي.

ښاغلي احمدزي وویل:"که چیرې داسې قومي، سمتي او زباني ستونزي ډیرې شي افغانستان یو بحران خوا ته تللی شي. طالبان باید د تیرو حکومتونو له کړنو عبرت واخلي. باید د دوحی د توافق له مخې د افغانستان ټولو اقوامو ته احترام وکړي او داسې څه جوړ کړي چې ټولو اقوامو ته د منلو وړ وي او که طالبانو په خپلو اعمالو کې تغیر رانه ولي افغانستان به یو نوي کړکیچ په طرف ولاړ شي، د جګړې موقع به رامنځ ته شي."

د طالب مشرانو ترمنځ بل ستر اختلاف ظاهرا د نجونو د ښونځیو پر سر دی. که څه هم طالبانو څو ځله له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د‌پرانیستل کیدو ژمنه کړې ظاهرا د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلاف له امله ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

په تازه مورد کې په پاکستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې سفیر عبدالسلام ضعیف د عصري علومو په ارزښت ټینګار کړی دی.

ښاغلي ضعیف پر یو ټویټ لیکلي:" لازمه ده چې ددیني علومو ترڅنګ عصري علوم په قوت سره رشد پیداکړي،هفه كسان چې دعصري علومو،مکاتبو اوپوهنتونو نو مخالفت کوي،په حقیقت کې هغوی داسلامي نړی دشاته پاته کیدو اودمسلمانانو په ذلت کې په شعوري اویاغیرشعوري ډول پوره ونډه لري."


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم څه موده مخکې د طالبانو پر حکومت انتقاد وکړ او نجونو ته یې د تعلیم او میرمنو ته یې د هغوی د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، نړۍ په خاص ډول متحده ایالات له دغې ډلې څخه نجونو ته د تعلیم، د ښځو او اقلیتونو د حقونو، او همه شموله حکومت د جوړیدو په شان یو شمیر عمده غوښتنې لري. خو د طالبانو یو شمیر مشرانو تل ادعا کړې ده چې د هغوی سرپرست حکومت همه شمول دی.

XS
SM
MD
LG