د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو کې د طالبانو او سیمه ایزو قوماندانانو د اختلاف ادعاوې 


د ځايي رسنیو د رپوټونو پر اساس، د بامیانو لپاره د طالبانو د استخباراتو رئیس مولوي مهدي له خپل مقام څخه ګوښه شوی دی. رپوټونه وايي، مهدي د خپل ګوښه کېدو سره مخالفت ښودلی دی.

دا واک ته له رسیدو وروسته، د طالب مشرانو او د دوی د منځنۍ کچې سیمه ایزو قومندانانو او مسوولینو تر منځ د اختلافونو وروستۍ پیښې دي.

تر دې وړاندې، ویل شوي وو چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ازبک قومندان مولوي عالم مخدوم له کاره ګوښه او بیا نیول شوی و. د نیولو پر سر اختلافات رامنځ ته شوي‌ و. د مخدوم پلویانو د هغه د نیول کیدو په غبرګون کې مظاهرې وکړې او ویل کیږي له طالبانو سره یې نښته هم شوې وه.

مولوي مهدي ظاهرا په یوې تازه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې، د سرپل ولایت په بلخ آب ولسوالۍ کې خپلو ګڼ شمیر وسله والو ته د وینا پرمهالویلي چې هیڅوک بلخ آب نشي نیولی.

له بله لوري، مرکز کابل ته د نوموړي د تګ او معینیت ترکچې د دندې وړاندیز چې ادعا کېږي ورته شوی، نه منل کېدل، پر طالبانو د نوموړي د بې باورۍ او هلته د نیول کېدو د احتمال لامل ګڼل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د طالبانو ترمنځ اختلاف علني خبره ده او عمده جنجال د سیاسي او نظامي واک پر سر دی او ددې لړۍ دوام طالبانو ته لوی مشکل رامنځ ته کولی شي.

د افغانستان د ولسي‌ جرګې پخوانی مرستیال نذیر احمدزی وایي، افغانستان له سیاسي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او د طالبانو اختلافات د اندیښنې وړ دي.

د نجونو ښوونځيو پر سر اختلاف

د طالب مشرانو ترمنځ بل ستر اختلاف ظاهرا د نجونو د ښونځیو پر سر دی. که څه هم طآلبانو څو ځله له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د ‌پرانیستل کیدو ژمنه کړې ده، خو ویل کیږي چې د همدغو اختلافاتو په وجه لا ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم څه موده مخکې د طالبانو پر حکومت انتقاد وکړ او نجونو ته یې د تعلیم او میرمنو ته یې د هغوی د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، نړۍ له دغې ډلې څخه غوښتي چې نجونو ته د تعلیم حق ورکړي، د ښځو او اقلیتونو حقونه خوندي کړي او یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG