د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې له وهلو ټکولو وروسته په نشو روږدی شوم: د کندز اوسیدونکی 


ایران کې له وهلو ټکولو وروسته په نشو روږدی شوم: د کندز اوسیدونکی 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

د کندز ولایت اوسېدونکی سید جلال چې په ایران کې له خپلې کورنۍ سره د مهاجرت ورځې او شپې یې تېرولې وايي، په ایران کې له وهلو، ټکولو او افغانستان ته له شړلو وروسته په نشه یي توکو روږدی شوی دی. 

د کندز ولایت اوسېدونکی سید جلال چې په ایران کې له خپلې کورنۍ سره د مهاجرت ورځې او شپې یې تېرولې وايي، په ایران کې له وهلو، ټکولو او افغانستان ته له شړلو وروسته په نشه یي توکو روږدی شوی دی.

سید جلال وايي چې په ایران کې یې مزدوري کوله. هغه زیاتوي کله چې په افغانستان کې سیاسي تحولات راغلل، ددوي ژوند په ایران کې له کړاوونو سره مخامخ شو او په وینا یې د ایرانیانو له خوا پرې ظلمونه شوي دي.

سید جلال وايي: " په ایران کې مې ژوند کاوه. کورنۍ مې هم راسره وه. دا نوی حکومت چې راغی ایرانیانو له موږ پیسې واخیستې، مونږ یې دیخواته راولېږلو".

د هغه په وینا چې د ایرانیانو له خوا له شړل کېدو وروسته په نیمروز ولایت کې د له ځينو کسانو سره چې په نشو روږدي وو ناسته ولاړه پیل کړه او بالاخره دی هم په نشه يي توکو روږدی شو.

سیدجلال اوس د کندز ولایت د معتادینو د درملنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي چې په ښه کیدو دی.

دی اوس له نورو معتادینو سره مرسته کوي او وايي چې له معتادینو سره ځکه مرسته کوي چې په خپله یې هم دغه حالت لیدلی دی.

د نوموړي کورنۍ په ایران کې ده او هغه وايي چې له خپلو شپږو بچیانو څخه لېرې دی.

په افغانستان کې یو زیات شمیر د مخدره موادو روږدي وايي، چې په ایران کې د سختې مزدورۍ له امله په نشو اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG