د لاس رسي وړ اتصالات

اسپانیا هغې ماشومې ته تابعیت ورکړ چې د کډوالو په یوې بیړۍ کې پیدا شوې وه


په اسپانیا کې یوې محکمې هغې نجلۍ ته چې له یوې کامرونۍ مور څخه د کډوالو په یوې بیړۍ کې زیږیدلې وه، د هغه هیواد تابعیت ورکړ.

د یاد هیواد چارواکو وویل دا د یاد هیواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ماشوم ته چې د هیڅ هیواد پورې اړوند نه وو، تابعیت ورکول کیږي.

د اسپانیا قضایي چارواکو د چهار شنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولې ۱۸) وویل دا ماشوم په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال نړۍ ته سترګې پرانیستلې چې مور یې د کډوالو په یوې بیړۍ کې ددغه هیواد د سواحلو په طرف په حرکت کې وه.

د اسپانیا د قوانینو له مخې یوازې په هغه هیواد کې پیدایښت د تابعیت د اخیستلو لپاره کافی ندی. وړاندیز کوونکي باید یا اسپانوي مور او پلار ولري، یا یې هم حد اقل په هغه هیواد کې لس کاله ژوند کړی وي او یا هم د هغه هیواد له یوې تبعې سره یې واده کړی وي.

د ګویپز کووا ولایت محکمې وویل چې له دې پریکړې سره یاد ماشوم اوس له بشپړو حقونو څخه برخمن دی او له بې برخلیک حالت څخه وژغورل شوه.

د یاد ماشوم مور وکړای شول اسپانیا ته د داخلیدو پرمهال ځان د کډوالې په توګه ثبت کړي‌ خو لور یې صحي او ښوونیزو خدماتو ته لاسرسی نه درلود.

ددې محکمې پریکړه د تیر کال په نومبر میاشت کې د هغه محکمې پریکړه فسخه کوي چې د ماشوم وکیل د استیناف غوښتنه کړې وه.

تیر کال د اسپانیا سواحلو ته څه باندې ۴۰ زره مهاجرین ورسیدل چې د هغه هیواد کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اکثریت یې له مراکش څخه راغلي‌ وو.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو یوه بیړۍ نن اسپانیا ته د رسیدو په لار کې ډوبه شوه.

چارواکو وویل چې په دې پيښه کې د یو ماشوم په ګدون څلور کډوال ووژل شول او پنځه نور لادرکه شول.

د هغه هیواد په جنوب کې چارواکي په دې پيښه کې د ۱۲ کډوالو د ژغورل کیدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG