د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې د څه باندې اته سوه معتادینو درملنه شوې ده - چارواکي 


په کندز کې د څه باندې اته سوه معتادینو درملنه شوې ده - چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

کندز کې د معتادینو د درملنې د یوازیني روغتون مسؤلین وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې یې د ۸۱۸ معتادینو درملنه کړې ده او خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي. 

کندز کې د معتادینو د درملنې د یوازیني روغتون مسؤلین وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې یې د ۸۱۸ معتادینو درملنه کړې ده او خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي.

د کندز په ولایت کې شاوخوا ۳۰زره په نشه يي موادو روږدي شته او ددغو روږدو د درملنې لپاره یوازې ۸۰ بستریز روغتون وجود لري.

د کندز د معتادینو د درملنې د همدې روغتون رئيس ډاکټر تازه خان احمدزي وویل چې ددغو روغو شوو معتادینو درملنه یې د اصولو له مخې په ]پنځه څلویښتو ورځو کې کړې ده.

هغه وویل:”دا اوس هم زمونږ په بسترو کې ۸۰مریضان شته دي. دغه معتادین چې پدغه شفاخانه کې تداوي شوي دي. دوی په چرسو، ټابلیټ کا، هیروین، شیشه پدغو موادو اخته وو“.

ډاکټر تازه خان احمدزی وايي چې کم شمېر معتادینو د کار نه شتون، ناسالمه ملګرو، او مخدره موادو ته د لاسرسي له امله بیرته اعتیاد ته مخه کوي.

نوموړي دوه میاشتې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو، چې د کندز د معتادینو د درملنې دغه روغتون سره د نړیوالو مؤسسو مرستې دریدلي دي.

کندز یو له هغو ولایتونو دی چې د یو این او ډي سي د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د راپور له مخې پکې د کوکنارو د کښت کچه صفر وه خو پدغه ولایت کې ۳۰زره معتادینو شتون او کراره درملنه یې هغه څه دي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG