د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې کروندګر پنبه د کوکنارو ښه بدیل ګڼي 


په بلخ کې کروندګر پنبه د کوکنارو ښه بدیل ګڼي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

په بلخ ولایت کې یو شمیر کروندګر وايي، دوی ځکه سږ کال په خپلو ځمکو کې پنبه کرلې، چې په ويناء یې د دوی په سیمو کې یو شمیر خلک د کوکنارو د کښت له امله معتاد شوي وو. 

په بلخ ولایت کې یو شمیر کروندګر وايي، دوی ځکه سږ کال په خپلو ځمکو کې پنبه کرلې، چې په ويناء یې د دوی په سیمو کې یو شمیر خلک د کوکنارو د کښت له امله معتاد شوي وو.

د بلخ ولایت د بلخ د ولسوالۍ د شهرک د کلي یو تن کروندګر عبدالمبین وايي، سره له دې چې په ځینو سیمو کې سږ کال زیات کوکنار کرل شوي دي، خو ده د کوکنارو له کر ډډه کړې او په ځای یې پنبه کرلې ده.

هغه وویل: ”تاریاک کرل شوي دي. ډیرو خلکو کرلي دي. هغه نه، دا ښه شی دی. دا پخته ده. عاید هم ډیر لري. حلال هم ده. تاریاک حرام دي. تاریاک چې خلک باید و نه کري. پنبه زمونږ ډیره په درد خوري“.

کروندګر عبدالمبین وايي، چې د کوکنارو د کر له امله دده په خپل کلي کې دده اوښی او څو نور ځوانان په نشه يي توکو اخته شوي دي.

د بلخ ولسوالۍ د شهرک د کلي یو بل کروندګر عتیق الله بیا امریکا غږ ته وویل چې کوکنارو د هغه د کلي ډیر ځوانان معتاد کړي دي نو دوی ځکه هم د کوکنارو د کر په ځای پنبې ته مخه کړې ده.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي د بلخ په ولایت کې د کوکنارو کښت ډیر شوی او ددې ولایت په ګڼو سیمو کې د کوکنارو کروندګرو د اپينو حاصل هم ټول کړی دی.

خو بل لورته د بلخ په ولایت کې دهقانانو بدیلو کښتونو ته هم مخه کړې ده. د پنبې په څير، هینجه، ځمکني توت او نورو بدیل کښتونه هغه دي، چې دهقانانو ورته مخه اړولی دی.

د بدیلو کښتونو کروندګرو ملاتړ غواړي او خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې په هیلو دي.

XS
SM
MD
LG