د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ښه وو- د بلخ کروندګر 


سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ښه وو- د بلخ کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په بلخ ولایت کې د ځمکني توتانو یو شمیر کروندګر وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله ځمکني توت ښه بیه لري او حاصل کې یې هم زیاتوالی راغلی دی. 

په بلخ ولایت کې د ځمکني توتانو یو شمیر کروندګر وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله ځمکني توت ښه بیه لري او حاصل کې یې هم زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د بلخ د ولسوالۍ د نواباد نګاري سیمې اوسېدونکی نورالله وايي چې له تېرو دوه کالو راهیسې ځمکني توت کري او نورو کښتونو په پرتله ورته ښه عاید کوي.

نور الله وویل:”سږ کال، کال ښه وو. بازار کې یې بیعه هم ښه ده. تقریبا کیلو پنځوس یا شپیته افغانۍ مونږ پلورو“.

نورالله وایي ځمکني توتان په لږه موده کې حاصل ورکوي، هغه زیاته کوه. " د توت زمیني ښه والی په دې کې دی چې په کوم کال یې وکرې په همغه کال حاصل ورکوي".

نوموړی ځمکني توت په خپله سیمه کې د کوکنارو یو تر ټولو ښه بدیل ګڼي.

د بلخ ولسوالۍ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې سږ کال په کې کوکنار کرل شوي دي. بزګران وايي، چې پدغه ولایت کې یې نورو د کوکنارو حاصل راټول کړی دی.

XS
SM
MD
LG