د لاس رسي وړ اتصالات

ښوونځي ته ځو او د کوکنارو په پټیو کې کار هم کوو: زده کوونکي 


ښوونځي ته ځو او د کوکنارو په پټیو کې کار هم کوو: زده کوونکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د ښوونځي یو شمیر زده کوونکي وايي، چې د ښوونځي د درسونو ترڅنګ د کوکنارو په کروندو کې هم کار کوي ترڅو له دې لارې د کورنۍ لګښت برابر کړي. 

د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د ښوونځي یو شمیر زده کوونکي وايي، چې د ښوونځي د درسونو ترڅنګ د کوکنارو په کروندو کې هم کار کوي ترڅو له دې لارې د کورنۍ لګښت برابر کړي.

سید عمر او محمد عمر چې د ښوونځي شاګردان دي وايي، نیمه ورځ د کوکنارو په کروندو کې بوخت وي او د ورځې دوه سوه یا دوه نیم سوه افغانۍ د کار په مقابل کې ورکول کیږي.

سید عمر او محمد عمر دواړه وايي، چې دوی یوازې نه بلکې د ښوونځي اکثره زده کوونکي د کوکنارو په پټیو کې په کارونو بوخت وي او د درسونو ترڅنګ د کورنیو د نفقې مسؤلیتونه هم ور په غاړې دي.

سید عمر چې د چمتال ولسوالۍ د مرکزي چمتال د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی دی وايي: ”نیمه ورځ ښوونځي ته ځم او نیمه ورځ د کوکنارو په کروندو کې خیشاوه کوم، چې د کور لپاره عاید پیدا کړم“.

محمد عمر بیا وايي، چې د کوکنارو په کروندو کې پدې خاظر کار کوي په سیمه کې نور کار نشته دی.

هغه وویل پدې پوهیږي، چې د کوکنارو په کښت کې کار کول به د ډیرو د اعتیاد لامل شي.

محمد عمر وايي: ”هو امکان یې شته چې پدې کوکنارو سړی اخته شي. دا حرام هم دي“.

سږ کال د بلخ په مختلفو سیمو کې د کوکنارو کښت شوی دی. دا کښت د طالبانو د مشر له فرمان مخکې شوی او تراوسه یې د اړولو هیڅ پروګرام نشته دی.

XS
SM
MD
LG