د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له فرمان وروسته د اپينو بیې لوړې شوي: د بلخ کروندګر 


د طالبانو له فرمان وروسته د اپينو بیې لوړې شوي: د بلخ کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په بلخ ولایت کې د کوکنارو یو شمیر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو په کر بندیز ولګوه، پدغه ولایت کې د اپينو بیې درې برابره لوړې شوي دي. 

په بلخ ولایت کې د کوکنارو یو شمیر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو په کر بندیز ولګوه، پدغه ولایت کې د اپينو بیې درې برابره لوړې شوي دي.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ کروندګر وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د نورو کلونو په پرتله سږکال ډېر کوکنار کرل شوي او ځکه کوکنار ډېر وکرل شول چې دوی فکر کاوه، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته به پرې بندیزونه نه وي.

خو د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر تر بندیز وروسته کروندګر وايي چې د کوکنارو بیې یو په درې اندازه لوړې شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر ولي جان وايي: " دا نوی فرمان چې راغلی، په تاریاکو یې ډېر تاثیر کړی. پخوا چې ۱۰ زره خرڅیده اوس ۳۰زره خرڅیږي".

ولي جان وايي چې د کوکنارو کر د هغه هم نه خوښېږي، ځکه چې ضرر لرونکی بوټی دی. خو وايي چې د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او دوی له بل شي دومره ګټه نه شي اخیستلی.

کروندګر ولي جان د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې له کروندګرو سره دې د کوکنارو د بدیل معیشت مرسته وشي.

هغه وايي: "د کوکنارو بدیل موږ خپله نه شو پیدا کولای. ځکه چې وس یې نه لرو. د حکومت نه دا غوښتنه لرم چې موږ ته بدیل کښت پیدا کړي او موږ سره مرسته وکړي".

د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر بندیز په داسې وخت کې ولګول شو چې کوکنار نېښ ته برابر شوي دي. د چمتال کروندګر وايي، تر لسو ورځو د کوکنار نیښ وهل پيلوي.

XS
SM
MD
LG