د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د ۷۶ روږدو درملنه وشوه  - مسؤلین


په بلخ کې د ۷۶ روږدو درملنه وشوه  - مسؤلین
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

په بلخ ولایت کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې له سل بستریز روغتون څخه ۷۶ معتادین د ۲۱ ورځو درملنې وروسته رخصت شول. 

په بلخ ولایت کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې له سل بستریز روغتون څخه ۷۶ معتادین د ۲۱ ورځو درملنې وروسته رخصت شول.

دغه معتادین ۲۱ ورځې مخکې د مزار ښار څخه د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت او صحت عامې ریاست له خوا راټول شوي وو.

په بلخ کې د معتادینو د درملنې د سل بستریز روغتون د معتادینو د درملنې د څانګې مسؤل محمد حسین هوتک وايي، دوی د معتادینو درملنه په پنځه ویشت ورځو کې کوي خو ددغې شفاخانې د بودیجې د کموالي له امله دغه معتادین ددغه مودې له بشپړولو مخکې رخصت کړل شول.

محمد حسین وايي: " تر اویا زیات کسان نن تداوي شول. نن یې اخیرنۍ ورځ وه. تداوي اصلاً د پنځه ویشت ورځو لپاره وه، خو دا چې بودیجه کمه وه نو ځکه مو له یوویشت ورځو وروسته رخصت کړل".

د محمد حسین هوتک په وینا که د معتادینو لپاره د کار زمینه برابره نه شي نو په نشه یي توکو یې د روږدېدو امکانات ډېر دي.

دغه معتادین له هدیرو او سړک له غاړو راټول شوي وو چې زیات شمېر یې کورونه نه لري. د شفاخانې مسسؤلین وايي چې یوازې د څو تنو معتادینو کورنۍ د معتادینو د تسلیمۍ لپاره راغلې وې.

د کار نه شتون او بې کوري ددغو معتادینو په نشه یي توکو د بېرته روږدي کېدو لاملونه دي.

XS
SM
MD
LG