د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د مخدره توکیو یوه فابریکه له منځه وړل شوې - چارواکي


بلخ کې د مخدره توکیو یوه فابریکه له منځه وړل شوې - چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست وايي چې ددغه ولایت د بلخ د ولسوالۍ د بوکې په کلي کې یې د ټابلیټ کا د جوړولو کارخانه کشف کړې او د ټابلیټ کا ګولۍ یې هم نیولي دي. 

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست وايي چې ددغه ولایت د بلخ د ولسوالۍ د بوکې په کلي کې یې د ټابلیټ کا د جوړولو کارخانه کشف کړې او د ټابلیټ کا ګولۍ یې هم نیولي دي.

د بلخ ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر قاري رمضان ذاکر وویل چې په دغه فابریکه کې یې ۱۳۰۰ قرصه تابليټ کا، شپږ پایه ماشینونه، خام چرس او شیشه یې نیولي دي.

قاري رمضان زیاتوي چې په دې تړاو یې درې کسه هم نیولي دي.

هغه وویل: " درې کسه مظنونین نیول شوي دي. قضیه یې موږ څارنوالۍ ته معرفي کړې ده او بندیان مو مرکز ته انتقال کړي دي".

قاري رمضان ذاکر وايي چې واک د طالبانو له رسېدو وروسته د بلخ په ولایت کې د مخدره توکو استعمال او خرڅلاو ۸۰ سلنه کم شوی دی او په وینا یې دوی هڅه کوي چې د نشه یې توکو استعمال په دغه ولایت کې پای ومومي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ټابلیټ کا استعمال په تیره بیا په ځوانانو کې زیات شوی او اوس خو په خپله په افغانستان کې هم جوړیږي.

XS
SM
MD
LG