د لاس رسي وړ اتصالات

کروندګرو د بلخ په دشت شادیان کې شنو خونو ته مخه کړې 


کروندګرو د بلخ په دشت شادیان کې شنو خونو ته مخه کړې 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

د بلخ ولایت د دشت شادیان د سیمې یو شمیر کروندګر وايي چې پدغه سیمه کې ډيرو کروندګرو اوس شنو خونو جوړولو ته مخه کړې ده خو لا هم د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نلري. 

د بلخ ولایت د دشت شادیان د سیمې یو شمیر کروندګر وايي چې پدغه سیمه کې ډيرو کروندګرو اوس شنو خونو جوړولو ته مخه کړې ده خو لا هم د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نلري.

د دشت شادیان د سیمې یو کروندګر محمد عسکر وايي، خپله یې شنه خونه جوړه کړې ده او پدغه شنه خونه کې یې بادرنګ کرلي دي.

محمد عسکر وايي، چې پدغه سیمه کې پخوا د کوکنارو کرکیله کیده خو د بادرنګو او نورو کرنیزو توکو شنې خونې چې دشت شادیان سیمه کې عامې شوي دي ښه حاصل ورکوي.

هغه وویل: " شنې خونې مو ځکه جوړې کړې چې حاصلات یې ښه دي. که په اوړي که بادرنګ وکرو نو په دریو ورځو کې راشنه کېږي او په ۵۰ ورځو کې حاصل ورکوي او که په ژمي کې بادرنګ ورکرو په اووه ورځو کې راشنه کېږي او په۶۰ ورځو کې حاصل ورکوي."

کروندګر محمد عسکر وايي چې له یوې شنې خونې هره یوه ورځ وروسته ۱۵۰ کیلو ګرامه بادرنګ لاسته راوړي.

د محمد عسکر په وینا د یوې شنې خونې په جوړولو ۷۰زره افغانۍ لګښت راځي. نوموړی د مناسب مارکیټ، او د اصلاح شوو تخمونو د مرستې او خپل محصول ته د ښه بازارموندنې تمه لري.

XS
SM
MD
LG