د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې سږ کال کوکنار ندي کرل شوي: د کرهڼې ریاست  


کندز کې سږ کال کوکنار ندي کرل شوي: د کرهڼې ریاست  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د کندز ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست وايي، چې پدغه ولایت کې سږکال د کوکنارو کر کم یا صفر ته رسېدلی او ددې ولایت بزګرانو اوس تر ډیره نورو محصولاتو په تیره بیا د هینجې کښت ته مخه کړې ده. 

د کندز ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست وايي، چې پدغه ولایت کې سږکال د کوکنارو کر کم یا صفر ته رسېدلی او ددې ولایت بزګرانو اوس تر ډیره نورو محصولاتو په تیره بیا د هینجې کښت ته مخه کړې ده.

د کندز ولایت د کرهڼې او مالدارۍ رئیس مولوي امان الله حسن ادعاء کوي، چې په کندز کې سږ کال د کوکنارو کر صفر شوی او پخوا د کندز په ځینو سیمو کې په لږه اندازه د کږکنارو کښت چې و، هغه هم اوس د دوی د توصیې په اساس له منځه تللي دي.

د کندز د کرهڼې رئيس وویل: ”اوس خلکو هینجې ته توجه کړې ده. دا کښت ډیر مفید هم دی او حاصلات یې هم ډیر ښه دي“.

کندز د افغانستان د کندو په نوم شهرت لري. د کندز د کرهڼې رئیس وايي، چې پدغه ولایت کې غنم، وریجې، مۍ، زغر او پنبه ډیره کرل کیږي.

د کندز د کرهڼې ریاست وايي، چې پدې هڅه کې دي ترڅو ددغه ولایت بزګرانو ته سړې خونې جوړې کړي.

د UNODC د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د کر او کښت د سروې له مخې پدغه ولایت کې د کوکنارو کر صفر شوی و.

XS
SM
MD
LG