د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت 


د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د اوبو د کمښت او اقتصادي ناسم وضعیت له امله یې د کوکنارو کښتونو ته مخه کړې ده. 

د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د اوبو د کمښت او اقتصادي ناسم وضعیت له امله یې د کوکنارو کښتونو ته مخه کړې ده.

د چمتال کروندګر دا هم وايي، چې سږ کال د اپينو بیعې لوړې شوي او د لوړ عاید تمه ترې لري.

د ولي جان په نوم یو کروندګر وايي، چې لس کاله کېږي د کوکنارو کښت کوي. دی وايي، خپله یې د تیر کال په نسبت لږ کوکنار کرلي، ځکه د کر وسه یې نه وه.

ولي جان وايي: ”بل کښت واره نه کوي. وچکالۍ دي. هغه تاریاک چې دي لږ اوبه غواړي. پخوا به ما لس تر دوولس جریبه کرل سږ کال مې کم کرلي دي“.

چمتال په بلخ کې هغه ولسوالۍ ده چې هر کال پکې د کوکنارو کښتونه کیږي او اوس اوس کوکنار د خشاوې په حالت کې دي.

د UNODC د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د کر د سروې له مخې په بلخ کې په نیږدې شپږ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو کر شوی وو.

XS
SM
MD
LG