د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کي د سرحدي ځواکونو له لوري په يوه موټر کې ۷۰ کيلو ګرامه چرس چې پاکستان ته په قاچاقي ډول لېږدول کېدل نيولي دي.
د سرحدي ځواکونو د اتم کنډک د ټولي قوماندان بريدمل راز محمد طوفان وايي، چې د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې د تالاشۍ پر مهال له يوه هينو ډوله موټر څخه ۷۰ کيلو ګرامه چرس نيولي دي.
د همدې کنډک رييس ارکان ډګرمن بسم الله هم د يادو نشه يي توکو د نيولو پخلی کوي او زياتوي چې موټر چلوونکی د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو پېژند پاڼې لري.
پکتيکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا ۳۶۵ کيلو متره ګډه پوله لري، يو شمېر خلکو مخکې هم اندېښنه ښودلې وه چې له دې لارې پکتيکا ته مخدرات را وارديږي.