د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو نورستان کې ۱۲ روغتیايي مرکزونه تړلي


د نورستان ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې طالبانو د «AHEAD»په نوم موسیسې پورې اړوند ۱۷ روغتیايي مرکزونه تړلي وو چې پنځه یې تېره ورځ بېرته خلاص کړي او دوولس لا هم تړلي پاتې دي.

د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ذکي الله ستوري امریکا غږ ته وویل:"د نورستان په دواب، منډول، نورګرام، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې طالبانو ۱۷ روغتیايي مرکزونه چې د "اهیډ" موسیسې پورې تړلي وو بند کړي وو چې پنځه یې تېره ورځ په کامدېش او برګمټال کې بېرته پرانیسل شوي او دولس لا هم تړلي پاتې دي."

  • طالبانو روغتیايي مرکزونه ولې تړلي؟

د عامې روغتیا رئیس وايي چې روغتیايي مراکز تر ډېره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، ځکه نو روغتیايي کارکوونکو او ولسي خلکو طالبانو ته شکایت کړی او روغتیايي مرکزونه یې بند کړي دي.

نوموړي وویل:"زموږ خپل پرسونل هم طالبانو ته ځینې شکایت کړی دی، رشتیا هم چې دا نوې اینجیو چې کوم قرارداد اخیستی دی، دوی په لږو پیسو دا پروژه اخیستې ده او دا امکان نه لري چې په دغو پیسو باندې خدمات وړاندې کړي، یو څه منفي تاثیر یې کړی دی. بل دلیل یې دادی چې دارو درمل هم کم ورکول کېږي او پوره نه رسېږي."

نوموړی زیاتوي:" بله مسله دا هم ده چې دغې نوې اینجیو د فعالیت مطابق د معاش ورکولو سستم جوړ کړی دی او چې چا ټاکلی ټارکیټ پوره نه کړ نو معاش یې کمېږي، دا هم یوه لویه مسله ده."

ولسي خلک هم وايي چې په سیمو کې یې ناروغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دي.

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي سید علي امریکا غږ ته وویل:" دا یوه میاشت کېږي چې زموږ کلینیکونه بند دي، وايي چې ډاکټرانو ته معاش نه ورکول کېږي. طالبانو هم فشار راوړی دی.دا نن هم څو ناروغان د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ته راوړل شوي وو، خو څوک نه وو، مجبور شول لغمان ته مو انتقال کړل."

د نورستان والي حافظ عبد القیوم امریکا غږ ته وویل چې د قومي جرګو له لارې د ټولو روغتیايي مرکزونو د بېرته خلاصون هلې ځلې روانې دي او ممکن د همدې اونۍ تر پایه دغه ستونزه اواره شي.

په ټول نورستان کې ۴۳ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي چې ۳۷ یې د اهیډ موسیسې پورې تړلي دي او پاتې نور یې له نورو اینجویو ګانو پورې.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG