د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ملکي اداره کې د ښځو شمیر له ۲۷ فیصدو پورته تللی


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رئيس احمد نادر نادري، وايي، په تیر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د دغه کمیسیون د کړنو له امله د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مامورینو د ګمارلو په برخه کې د پام وو بدلون راغلی او اوس د لوړو رتبو د بستونو په ګډون نږدې ټول بستونو ته مامورین د ازادې سیالۍ له لارې ګمارل کیږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د وینا له مخې تیرکال په ملکي اداره کې د ښځو ونډه پنځه فیصده لوړه شوې ده. دا اداره په پام کې لري، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې دا شمیر ۳۰ فیصدو ته لوړ کړي.

ښاغلي نادرې وویل، چې د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مامورینو د ګمارلو په برخه کې پخواني فرهنګ بدلون ته اړتیا ده. هغه وویل، دا ډول بدلون لپاره کار پیل شوی دی.احمد نادر نادري وویل، په دې شمیر کې د لومړۍ او دوییمې رتبې شاوخوا اوه سوه مامورینوبستونه هم شامل دي.

په افغانستان کې د ملکي خدمتونو د مامورینو د ګمارلو په بهیر کې د شفافیت پر وړاندې د خپلوانو د پاللو، واسطې دود ترڅنګ، قومي اړیکې او د مامورینو د ګمارنې پر وخت بډې اخیستل هم د ګواښونو په توګه ګڼل کیږي.

دا اداره په پام کې لري، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې دا شمیر ۳۰ فیصدو ته لوړ کړي
دا اداره په پام کې لري، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې دا شمیر ۳۰ فیصدو ته لوړ کړي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رئيس دغو ستونزو ته په کتو وايي، د دغه دودونو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او اوس تر ډیره د مامورینو د ګارنې پر برخه کې د هغوی کاري وړتیا ته پاملرنه کیږي.

په ملکي ادارو کې د اصلاحاتو پروګرام پرورګرام پر وړاندې د حکومت په دننه کې هم ستونزې شته دی.

د تیرکال په وروستیو کې، چې دغه کمیسیون د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د پلي کولو لپاره اقدام وکړ، د وزارت د لوړ پوړو چارواکو د مخالفت سره مخ شو او د اصلاحاتو بهیر په دغه وزارت کې پلی نشو.

په کابل او ولایتونو کې په ادارو کې د طالبانو د رژیم د ړنګیدو سره سم پخوانیو مجاهدینو د حکومت اکثرو مامورینو تش ملکي او نظامي بستونه ډک کړل، چې ورسره د دغه هیواد اداري تشکیلات د ډیرو ستونزو سره مخ شو.

اوس مهال د افغانستان په ۶۲ ملکي ادارو کې څلور سوه څلورویشت زره مامورین په دندو بوخت دی. د دې شمیر ۲۷.۳ فیصده یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG