د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ بورډ د تېز توپ چاوونکو موندلو دریم پړاو پیل کړی


د افغانستان کرکټ بورډ د تېز توپ اچوونکو موندلو دریم پړاو ته د وتلو تېز توپ اچوونکو د فزیکي پیاوړتیا او توپ اچونې مهارتونو لوړولو لس ورځنی کمپ پیل کړی دی.

کرکټ بورډ وايي، دریم پړاو ته ۱۸تنو تېز توپ اچوونکو لار پیدا کړې چې له ډلې به یې غوره تېز توپ اچوونکي انتخاب شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې په ورځ د «لړم پر۲۳مه» امریکا ږغ ته وویل چې د دریم پړاو غوره توپ اچوونکي‌ به تر انتخابېدو وروسته د لا روزلو په هدف بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شي.

د غوره توپ اچوونکو د روزلو لړۍ
د غوره توپ اچوونکو د روزلو لړۍ

فرید هوتک وویل: "په پلان کې ده له دې لارې غوره توپ اچوونکي په نښه شي، چې وروسته به د دوی د لاپیاوړتیا او مهارتونو لوړولو په هدف بهرنیو هېوادونو ته د روزلو لپاره ولېږل شي."

نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو ته د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبډلې د دوو تېزو توپ اچوونکو حمید حسن او دولت ځدراڼ لخوا روزنه ورکول کېږي.

د روان کال د چنګاښ پر اتلسمه د زونونو په کچه د تېز توپ اچوونکو د موندلو په لومړي پړاو کې ګڼو کسانو امتحان ورکړ چې د کرکټ بورډ د پراختیايي څانګې لخوا ۶۶ تنه د تېز توپ اچوونکو په توګه انتخاب شول.

افغانستان کې د تېزو توپ اچوونکو د موندلو هلې ځلې- کرکټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

افغان کرکټ بورډ په دوهم پړاو کې دغه کسانو ته روزنه ورکړل چې تر ازموینې وروسته ۱۸تنه انتخاب شول.

په دوهم پړاو کې چې په کابل کې تر سره شوو تر څو ورځنۍ روزنې وروسته ۱۸ تنو دریم پړاو ته لار پیدا کړل چې دا مهال یې د فزیکي پیاوړتیا او توپ اچولو د مهارتونو لوړولو روزنه ورکول کېږي.

د افغانستان کرکټ بورد چارواکي وايي چې دوی د فست بالرانو یا چټکو توپ اچوونکو د کموالي سره مخ و.

کرکټ بورډ وايي چې له یاد کار څخه یې هدف د فسټ بالرانو یا چټکو توپ اچوونکو تشه ډکول دي.

تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ بورډ د پراختیايي څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي امریکا ږغ ته ویلي و چې په دغه لړۍ کې له ۱۵ نه تر ۲۲کلنو تېز توپ اچوونکي‌ نیول کېږي.

د تېز توپ اچوونکو د روزنې بهیر
د تېز توپ اچوونکو د روزنې بهیر

د غوره لوبغاړو موندلو ازموینې د افغانستان په شپږو زونونو، بست، مس عینک، آمو، سپین غر، بند امیر او د مرکز زون کې اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG