د لاس رسي وړ اتصالات

د تعلیم لپاره هڅې؛ مریم امرخيل پر ماشومانو درسي توکي ویشي


په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راوروسته د ښځو او انجونو د تعلیم لپاره هڅې څو چنده شوي دي. اوس پخپله انجونې دې کار ته رادانګلې دي او کوښښ کوي چې له خپلو نورو همزولو سره مرسته وکړي.

د انجونو د تعلیم فعاله مریم امرخیل له کلونو راپدې خوا هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو تهدرسي مواد برابروي چې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

دووه ویشت کلنه مریم امرخیل لېرې پرتو سیمو ته سفر کوي او ماشومان تعلیم ته هڅوي.

مریم وایې چې یوازینۍ هیله یې داده چې "د هیواد په ګوټ ګوټ کې افغان نجونې او هلکان با سواده کړي."

ددغې ځوانې فعالې په څېر یو شمیر ځوانان شته چې له بازار څخه درسي توکي پېرې او بیا یې په ښوونځیو کې پرزده کوونکو ویشي.

مریم امرخیله وایي چې له ماشومتوب څخه پوهېدله چې تعلیم یې په ژوند کې بدلون راوستلی شي‫ ځکه نو خپلو زده کړو ته په پام د نورو ښوونې او روزنې لپاره مبارزه کوي.

ځوان فعالان او مدني مبارزین له افغان دولت څخهغواړي چې د لېرې پرتو سیمو ماشومانو ته جدي پاملرنه وکړي. دوي له وسله والو مخالفینو څخه هم غواړي چې د زده کړو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي څو د افغان ماشومانو د تعلیم لپاره بشپړه اسانتیا برابره شي.

XS
SM
MD
LG