د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۴کال اندیښنو هم ښځو سره تاوتریخوالی زیات کړی


په کابل کې د د ښځو شبکې غونډه
په کابل کې د د ښځو شبکې غونډه
د افغانو ښځو شبکه وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالو د ډېرېدو یو لامل د دوه زره او څوارلسم کال په تړاوو تبلیغات او ددغه کال له ابهام ډک برخلیک دی.

دغې شبکې په کابل کې خبریالانو ته وویل ۲۰۱۴ کال ګونګ حالت د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ددې شبکې غړي وايي، د تاوتریخوالو مرتکبین فکر کوي چې له عدلي تعقیب لاندې نه نیول کیږي او ښځو سره زرو زیاتې ته ادامه ورکوي.

د ښځو شبکې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون ژر لاسلیک کول د ښځو د حقوقو مدافعینو لپاره هم مهم وګڼل او که دا تړون لاسلیک شي د ۲۰۱۴ کال ابهامات به هم لرې شي.

د ولسي جرګې غړې او د ښځو د شبکې فعالې فرخنده زهرا نادري وايي، د تاوتریخوالی مرتکبین له هیڅ عدلي تعقیب ویره نه لري.

زهرا نادري وویل :

‪"‬متاسفانه چې یو لامل په دې وروستیو کې د تاوتریخوالی له پخوانیو لاملونو سره یو ځای شوی دی، هغه د ۲۰۱۴ کال په اړه شکونه دي او ددغه کال په تړاوو ناسم تعریفونه، داسې تعریف چې د قانون حاکمیت کمزوری ښودل کیږي او ځای یې زورواکي نیسي.‪"‬

د افغانو ښځو شبکې وویل له ښځو تاوتریخوالی زیات شوی دی او یوازې دوی په تېر یوه کال کې له زرو زیاتې پېښې ثبتې کړي دي.

د ښځو د شبکې مشرې حسینه صافۍ وویل یوازې هغه قضیي چې دغې شبکې ثبتې کړي دي د نورو کلونو په پرتله پکې خورا زیاتوالی لیدل کیږي.

میرمن صافۍ وویل :

‪"‬د افغاني ښځو شبکو سره ۱۱۰۸ د تاوتریخوالی قضيي ثبتې شوي دي، له دې جملې ۳۱۵ یې د کورني تاوتریخوالو دي.‪"‬

له تېرې یوې اوونۍ راهېسې چې پیل یې له ښځو سره د تاوتریخوالی د منعې د نړیوالې ورځې نه وو، د ښځو فعالینو له لورې ددې ورځې نمانځنې کیږي.

همدا نن په کابل کې په یوې جلا غونډې کې چې له ښځو سره د تاوتریخوالی په راکمولو کې د دیني علماوو ونډې او په مسجدونو کې د تبلیغ کولو په هدف جوړه شوې وه، د ښځو چارو وزارت وویل چې سږ کال داسې تاوتریخوالي هم لیدل شوي دي چې ساری د افغانستان په تاریخ کې نه وو.

ددې وزارت وزیرې حسن بانو غضنفر وویل په تېرو لسو کلونو کې څلور زره د تاوتریخوالو قضيې ورسره ثبتې شوي دي.

د ښځو د نوکانو پرېکولو، د مخ شکول او سخت فزیکي تاوتریخوالي سږ کال لیدل شوي چې هیڅکله هم نه وو.

بشري حقونو کمیسیون تېره اوونۍ يو راپور خپور کړ او پکې ویل شوي وو چې پنځه ویشت په سلو کې له ښځو سره د تاوتریخوالی کچه لوړه شوې ده او له دغه کمیسیون سره قضيې ثبتې شوي دي.

خو د ښځو د حقوقو مدافعین وايي اوس له پخوا یو توپير دا لیدل کیږي چې د تاوتریخوالو قرباني ښځې خپل غږ پورته کوي
XS
SM
MD
LG