د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه


د ښځو د حقونو د پوهاوي لپاره مبارزه
د ښځو د حقونو د پوهاوي لپاره مبارزه
دا پروگرام د هغه شپاړس ورځني کمپاین یوه برخه ده چې د تاوتریخوالي په اړه عامه حقوقي پوهاوی لوړ شي.

د ښځو د حقونو مدافعین وايي د وګړو د حقونو پوهاوې دی باید په تعلیمی نصاب کې ځای کړای شي.

په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې د ځانگړې څارنوالۍ رئیسه قدسیه نیاز وایي د سږکال له پیل څخه تر اوسه د هغوی سره د ښځو په وړاندې د بد چلند نهه سوه پیښې ثبت شوي دي.

د کمپاین یو هدف دادی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو پر قانون تاکید وشي او عام وګړي د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي سره مبارزه وکړي.

دا تاوتریخوالي د کورنیو وړو شخړو څخه نیولې بیا د جبري او کم عمره ودونو، بدیو ورکولو، میراث، جنسي تیریو او د خپلې خوښې واده لپاره په دودیزو او صحرايي محکمو کې تر سزا ورکولو پورې تر سره شوي دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې د ځانگړې څارنوالۍ مشره میرمن قدسیه نیازې وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پيښې ورځ په ورځ زیاتیږي.

ددې پښو په ثبت کې زیاتوالی د میرمنو پوهاوی دی چې د خپلو حقونو څخه خبرې شوي دي او قانوني مراجعو ته یې لاس رسۍ پیدا کړی دی.

«موږ سږکال ۹۰۰ پيښې ثبت کړي خو ډیری یې د ښځو له خوا بیرته اخیستل شوي او موږ په دې تواندیلي یو د ښځې او میړه ترمنځ ګډ ژوند بیرته غوټه کړو.»


د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ضد کمپاین
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00
د میرمن نیازې په وینا دا مهال افغان میرمنی یا په خپله محکمو ته مراجعه کوي او یا هم د بشری حقونو، پولیسو او ښځو د وزارت له لارې څارنوالیو ته ورځي او د هغوی په وړاندې رامنځ ته شوي تاو تریخوالي په عدلي او قضايي بنسټونو کې ثبتوي.

د حقونو د پراختیا نړیوال سازمان یا ( اي ، دي ، ال، او ) وايي دا مهال تر ټولو مهمه داده چې وګړو ته د ژوندانه په لومړنیو پړاونو کې د یو بل د حقونو او د ښځو د حقونو په اړوند پوهاوې ورکړای شي.
د پوهنې وزارت باید عامه حقونه، د کورنیو او ښځو حقونه، په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې ځای کړي چې وکړای شي تر ډیره حده د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو مخه ونیول شي.
XS
SM
MD
LG