د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس د ناروغۍ وروسته د دوه افغان فامیلونو تجربه


د کروناویروس د خپریدو له امله د امریکا په اکثریت ایالتونو کې بیړنې حالت اعلان شوی.
د کروناویروس د خپریدو له امله د امریکا په اکثریت ایالتونو کې بیړنې حالت اعلان شوی.

د کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره ده او د امریکا د جان هاپکنز د پوهنتون د وروستیو ارقامو پر اساس، تراوسه ۸۰۱۴۰۰ کسان د کروناویروس له امله د کؤید۱۹ په ناروغۍ اخته شوي دي.

پدې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۳۸۷۴۲ تنه مړه شوي. یو شمیر اروپا میشتي افغانان چې د کروناویروس د درملنې په پړاو کې دي، خپلې تجربې يي د امریکاغږ اشناتلویزیون سره شریکې کړي دي.

تیمورشاه مهمند، چې د خپل فامیل سره په هالنډ کې اوسیږي، د اشناتلویزیون خبریالې برښناعمرخیل ته په سکایپ وویل چې شپاړس کلن زوی يي په کروناویروس اخته شوی و او وروسته د فامیل اووه غړي يي هم ونیول. د ښاغلي مهمند په وینا، د فامیلي پيښو وروسته ورته معلومه شوه چې د کروناویروس یوازی د پاخه عمر خلک نه ناروغه کوي، بلکې ځوانان هم د مرګ سره مخامخوي.

هغه وویل "۱۶ کلن زوی می دوه دری ورځې سردرد، تبه او د ستوني درد درلود. ډاکټرانو ورته درمل ورکړل، خو څو ورځې وروسته یي وضعیت خراب شو او بلاخره معلومه شوه چې د کروناویروس نیولی دی."

ښاغلي مهمند وویل زوی يی اوس ښه شوی دی خو په وینا يي چې اووه ورځې په کوما کې و.

هما عباس بله افغانه ده چې د چک جمهوریت په پراګ ښار کې اوسیږي. میرمن عباس د امریکاغږ خبریال سید سلیمان اشنا ته وویل چې یو فامیلي مجلس کې يی لمړی خوریی په کروناویروس مبتلا شو او وروسته يي د فامیل دولس غړي پری اخته شوو.

د اغلې عباس په وینا، د کروناویروس لمړنۍ نښې د خوریي په وجود کې يي څرګندې شوې او څو ورځې وروسته د فامیل هغه لس نور غړي يي پری اخته شوو چې خوریي يي ورسره نژدې پاتې شوی و. د ویروس لمړنۍ نښې، سردرد، تبه، ځان درد او اسهال و. د طبي ازموینو وروسته څرګنده شوه چې ټول په کروناویروس اخته شوي دي.

هما عباس وویل د کورنۍ درې غړي يي سخت ناروغ شول خو پاتې نور خپلوان يي ژر ښه شوو. هما عباس سره لدې چې په کور کې قرنطین وه، خو د نورو خپلوانو د پرستارۍ په وخت کې پخپله هم په کروناویروس ناروغه شوه.

هغې وویل "د ژوندي پاتې کیدو او د ځان د ژغورنې لپاره مې د کروناویروس د شیبه په شیبه سختیدو له امله هره شیبه تړمې اوبه څکښلې او حتی د شپې لخوا به له خوبه پاڅیدلم چې تودې اوبه وڅښم."

ډاکټرانو میرمن هما عباس او کورنۍ ته ویلي چې تر هغې په قرنطین کې اوسي چې څلور ځل په معاینو کې د کروناویروس منفي تشخیص شي.

XS
SM
MD
LG