د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا تر دې دمه نړۍ کې څه کم ۳۵زره کسان مړه کړي


فرانسه کې د کروناویروس د یو ناروغ انتقالول
فرانسه کې د کروناویروس د یو ناروغ انتقالول

په ټوله نړۍ کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر اوس ۷۳۵۵۰۰ څخه اوښتی او دغه ویروس تر دې دمه شاوخوا۳۴۸۰۰ تنه مړه کړي دي.

ډاکټران وایي چې تر دې دمه د کرونا په ویروس اخته شاوخوا ۱۴۹زره نور کسانبېرته روغ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.

کروناویروس د نورو هیوادونو په پرتله ایټالیا کې زیات کسان مړه کړي‌ دي. پدې هیواد کې تر اوسه ۱۰۷۷۹ پدې ویروس مړه شوي او د مثبتو پیښو شمیر یې ۹۷۶۸۹ تنو ته رسیدلی دی.

اسپانیا کې د دوشنبې په ورځ (مارچ۳۰) د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر ۸۵۱۹۵ ته او د مړو شمیر یې ۷۳۰۰ نه واوښت چې پدې توګه دغه هیواد چې ۴۷ میلیونه نفوس لري د کرونا د مثبتو پیښو له درکه اوس د چین نه چې ۱.۴ میلیارد وګړي لري مخکې شو.

په چین کې چې ددې هیواد په ووهان ښار کې دغه ویروس د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شو تر اوسه په کې ۸۲۱۲۲ تنه په کرونا اخته شوي او د مړو شمیر یې ۳۳۰۴ تنو ته رسیدلی دی. خو د دوشنبې په ورځ د ووهان ښار یو شمیر پلورنځي بیرته فعال شوي خو اوړسیدونکي یې لاهم په کورونو کې دي.

په بریتانیا کې د صدراعظم بوریس جانسن او د شهزاده چارلز په ګډون ۲۲ زره کسان د کرونا په مثبتو پیښو اخته دي. حکومت له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاته شي او له تګ راتګ ډډّ وکړي.

په روسیه کې د مسکو ښار د دوشنبې په ورځ ځپلې دروازې وتړلې او روسیې په ټول هیواد کې محدودیتونه وضع کړل. د روسیې پایتخت مسکو ۱۳ میلیونه نفوس لري او ددې هیواد د ۱۸۳۶ کروناویروس پیښو له جملې نه شاوخوا ۱۰۰۰ یې په مسکو کې دي.

په فرانسه کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر ۴۰۷۰۸ ته رسیدلی او د مړو شمیر یې ۲۶۱۱ تنه دی.

په جرمني کې ۶۲۰۹۵ کسان په کرونا اخته شوي او تر اوسه پدې ویروس ۵۳۳ کسان مړه شوي دي. تیره ورځ د جرمني د هسن ایالت د مالیې وزیر ځان وړنه کړې وه چې ویل کیږي د کروناویروس د مالي او اقتصادي تاوانونو په اړه د ژورې اندیښنې له وجې یې ځان وژلی دی.

په افغانستان کې تر اوسه ۱۴۱ تنه په کروناویروس اخته شوي او درې تنه ددې وجې مړه شوي دي.

د کروناویروس په شاوخوا ۱۷۰ هېوادونو کې خپور دی او تر دې دمه یې علاج موندل شوی نه دی. له دې کبله په نړۍ کې کاروبارونه په ټپه درېدلي‌ او میلیونونه انسانان په خپلو کورونو کې ایسار کړل شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG