د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د چهارشنبې د ورځې له غرمې دمخه مۍ اتم (ثور۱۹) د طالبانو د ځواکونو د موټرو یو کاروان سره نږدې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
اروپا کې میشت د مختلط مهاجرت مرکز (MMC) په یوه خپره کړې سروې کې ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته ددغه هیواد څخه ترکیې ته د افغان میرمنو د کډه کیدو اصلي علت د خپلو حقونو او ازادیو څخه د هغوی محرومیدل دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د ګامبيا په پایتخت بانجول کې ددغه سازمان د پنځلسمې سرمشریزې په پریکړه لیک کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین ته په یو منسوب شوي غږیز پیغام کې چې د افغانستان تحلیګرانو د شبکې په ګډون د ځینو سیمه ییزو رسنو له خوا د یکشنبې په ورځ مې پنځم ( ثور۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور شوی د بدخشان ولایت کې اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې خپل روان اعتراضونه دې پای ته ورسوي.
د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون (IFRC) په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خبرابیدو ته په کتنې په دغه هیواد کې په بیړني ډول د بشري وضعیت د سمبالولو بهیر ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مې درییم سره هممهاله افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" ویلي چې باید د افغان خبریالانو ملاتړ او ساتنه وشي.
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د مصالحې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي دي چې له طالبانو سره د توافق لومړۍ مرحله د بارک اوباما په حکومت کې پیل شوې وه، نه د دونالډ ټرمپ په حکومت کې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په یو راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه مارچ د میاشتې ترپای پورې د افغانستان بشري وضعیت ارزولی چې په کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې(UN Women) په نوښت یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د ښځو اړوند د بشري چارو فعالیتونه د طالبانو د حکومت د ګڼو خنډونو سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
طالبانو د بشري حقونو په مسئلې او ښځو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له انتقاد سره مخامخ دي او واشنګتن تورن کړي دي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو څخه محروموي.
پداسې حال کې چې د پاکستان حکومت پدې هیواد کې په قانوني توګه د شاوخوا ۸۵۰۰۰۰ میشتو افغان کډوالو ایستلو بهیر ځنډولی خو د سره صلیب نړیوالې ادارې چارواکو په اسلام آباد غږ کړی چې دا بهیر ورو شي تر څو افغانستان وکړی شي د راستنو شویو کډوالو لپاره په سمه توګه لارې چارې برابرې کړي.
نور پورته کول