د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب نړیوال فدراسیون: افغانستان کې په بیړني ډول د بشري مرستو د بهیر بیا کتنې ته اړتیا ده


عکس: ارشیف - د بشري مرستو د ویش بهیر
عکس: ارشیف - د بشري مرستو د ویش بهیر

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون (IFRC) په افغانستان کې بشري وضعیت لا خرابیدو ته په کتنې په دغه هیواد کې په بیړني ډول د بشري وضعیت د سمبالولو بهیر ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

دغه فدراسیون د جمعې په ورځ مې درییم (ثور۱۴) په یو راپور کې ویلي چې په دې برخه کې په ژور ډول د بشري مرستو بهیر ته د بیا کتنې پرته به په افغانستان کې په دوامدار ډول د بحران د عواملو د ریښو ایستل ممکن نه اوسي.

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې د ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د بشري چارو د سمبالولو لپاره په بیړني ډول د بشري مرستو په تړاو د ستراتیژۍ د بیا تنطیمیدو غوښتنه کړې ده.

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې د ټولنې دا غوښتنه د قطر پایتخت دوحه کې د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې د ټولنې د غونډې وړاندې کړې ده. ټاکل شوې په دې غونډه کې به د بریتانیا، کاناډا، دنمارک،فنلینډ، جرمني، ایټالیا، جاپان، کویټ، ناروې، سویډن، سینګاپور، ترکیې او د هانګ کانګ د سرې میاشتو او سره صلیب د ټولنو استازي هم ګډون وکړي.

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په دې ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د سرپرست رئیس مولوي مطیع الحق خالص ویلي دي: " ټولنې د یو بحران پسې د بل بحران سره مخامخ کیږي په داسې حال کې چې د هغوی د انعطاف کچه د صفر څخه لاندې ده او د وضعیت سره د مقابلې د میکانیزمونو څخه د کار اخیستلو څخه ستومانه شوي دي. مونږ د خپلو ارزښتناکو همکارانو څخه غواړو چې د اوږدې مودې لپاره نظر وکړي او په دوامدار ډول د بحران د عواملو د ریښو ایستلو لپاره د افغانستان په ظرفیتونو، خلکو او سیستم باندې پانګونه وکړي".

همداشان په دغه ګډه اعلامیه کې د اسیا او پاسفیک لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون (IFRC) د رئیس الکساندر متیو ویلي چې د څه باندې ۲۴ میلیونو وګړو اړتیاوې ډیرې پراخه او یو بل سره ټړلي دي.

هغه ویلي: " ډیرې دا اړتیاوې د مختلفو عواملو د یوځای کیدو څخه چې د اوږدې جګړې، د اقلیم بدلون د ټکانونو او د ژور اقتصادي بحران څخه زیږیدلي دي. د هیواد [افغانستان] منابع غځول شوي، خو ظرفیتونه شته دی او دا ډیره مهمه ده چې حل لارې پلي شي ترڅو ددغو ټولو اړتیاو چې یو بل سره تړلي دي د عواملو د ریښو د ایستلو لپاره حل لارې ولټول شي".

الکساندر متیو په دې وروستیو کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له خوا په کابل او کندهار کې ښځو او ماشومانو ته د ژوند د بدلولو د پروګرامونه څخه هم لیدنه کړې ده.

الکسنادر متیو ویلي چې زده کړو او کار ته د خلکو محدود لاسرسي ته په پام سره په کار ده پر ځوانانو، مسلکي او حرفوي زده کړو او نورو هغو فرصتونو تمرکز وشي چې په خلکو کې اعتماد او امید پیاوړی کوي.

د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون (IFRC) په افغانستان کې په بیړني ډول د بشري مرستو بهیر ته د بیا کتنې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې ډیره کمه برخه ترلاسه کړې ده.

افغانستان لپاه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا ریټواټو د اپریل د میاشتې په سر کې افغانانو سره د بشري مرستو د پروګرامونو دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د ډیرې کمې بودیجې په برابرولو ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې تراوسه یې د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو غوښتل شوې بودیجې یوازې ۶ فیصده بودیجه یې ترلاسه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG