د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: مرستو ته د ښځو لاس رسی د طالبانو د حکومت له خوا د ګڼو خنډونو سره مخ دی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې (UN Women) په نوښت یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د ښځو اړوند د بشري چارو فعالیتونه د طالبانو د حکومت له خوا د ګڼو خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (ثور۱۱) یوه سروې خپره کړې چې په ۳۴ ولایتونو کې د بشري مرستو رسونې د ۱۲۷ نړیوالو او سیمه ییزو ادارو او ملګرو ملتونو د ادارو سره په ۱۴ سکټورونو کې د مرکو په اساس ترتیب شوې ده.

ددغې سروې پایلې چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پورې موده په کې په پام کې نیول شوې، ښيي چې د ښځو اړوند ۶۰ فیصده د مرستې رسونې ادارې، چې د ښځو او نجونو د پوهاوې د کچې د لوړیدو په تړاو کار کوي د نوو پروژو د ثبتولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پوښتل شویو نیمايي ادارو ورته ویلي چې لا هم د ښځینه کارکوونکو اړوند پروژو د ثبت په برخه کې د ستونزو سره مخ دي.

ددغې سروې له مخې ۲۹ فیصده ادارو د روحي ناروغیو د درملنې او ټولنیز روحي ملاتړ په تړاو د پروژو د ثبت په برخه کې ننګونو ته اشاره کړې ده.

په دغه سروې کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ښځو د جامو د اغوښستلو او ځانونو د پټولو کړنلارې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو باندې اغیز کړی، چې له امله یې په دغو ادارو کې ښځینه کارکوونکي د نیولو له ویرې پر خپل تګ راتګ محدودیت لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي: " د لاس رسي وضعیت [مرستو او اړمنو کسانو ته] همداشان د مختلفو وزارتونو له خوا ددغو تحمیل شویو خنډونو تر اغیز لاندې دی...ددغو مختلفو خنډونو اغیز د ځواب ویلو په برخه کې د ښځو په معنی لرونکي ګډون [بشري چارو کې] هم د یو کارکوونکې په توګه او هم د مرستو څخه د ګټې اخیستوونکې په توګه دوام لري".

د دغې سروې موندنې ښيي چې ۶۶ فیصده ځواب ویوونکو ویلي چې د کور څخه کار د ښځو د کار کولو توان د ادارو د نورو کارکوونکو سره د تعامل په برخه کې د بل هر وخت په پرتله زیات زیان رسولی دی.

همداشان ۵۴ فیصده ادارو ویلي چې په لومړي قدم کې مرستو څخه برخمنې ښځې، د طالبانو د حکومت له خوا د لګیدلو محدودیتونو څخه اغیزمنې کیږي او د مرستې رسونې په بهیر کې د ګډون یا نه ګډون پریکړه نشي کولی .

ددغې سروې پراساس دا محدودیتونه ددې سبب شوي چې اکثره د مرستې رسونې ادارې پر ښځو او نجونو باندې د اغیزو د کمیدو لپاره د خپلو پروژو کړنلارو باندې غور کوي او پر ښځو یې تطبیق کوي. د مثال په توګه له نیمايي څخه زیاتو موسسو د ښځو او سړو لپاره د خپلو مرستو ویشلو ځایونه جلا کړي دي، ۵۲ فیصده موسسو د محرم د لرلو مصارف خپلو ښځینه کارکوونکو ته تادیه کوي او ۳۴ فیصدو نورو په ټولنه کې د داوطلبو ښځو څخه کار اخلي.

پرمختګونه

ملګرو ملتونو دغې ادارې دا موندلې ده چې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۷۸ فیصده موسسې د مارچ د میاشتې پرتله بودیجه ترلاسه کړې ده چې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د ۶۲ فیصدو پرتله په مثبت ډول ارزول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې کیدای شي دا بدلون د روان مالي کال مثبته اغیزه اوسي او هم د بودیجې د تامین لپاره ددغو ادارو د مرستو د اهدا کوونکو پرله پسې هڅو له امله اوسي.

په دې سروې کې ویل شوي:"۵۰ فیصده ځواب ویوونکو ادارو دې ته اشاره کړې چې د جوازونو په ترلاسه کولو توانیدلي دي چې افغان ښځینه کارکوونکو ته ددې اجازه ورکوي چې د سیمې څخه راپور چمتو کړي او ۳۵ فیصدو دفترونو کې د ښځو د حاضریدلو په برخه کې د معافیت یادونه کړې ده چې د ۲۰۲۳ کال د جولای د میاشتې راوروسته په دوامدار ډول په کې زیاتوالی راغلی دی.

په سروې کې ویل شوي چې ۳۷ فیصدو ځواب ویوونکو راپور ورکړی چې په بشپړ ډول او ۳۳ فیصدو په جزیي یا مشروط ډول د روغتیا او پوهنې په برخو کې په ملي کچه د معافیتونو څخه ګټه پورته کړي. خو ۱۵ فیصدو نورو ویلي چې لا هم د روحي ناروغیو د درملنې او ټولنیر روحي ملاتړ د خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د خنډونو سره مخ دي.

ددغې سروې موندنې ښيي چې مرستې رسونې ادارو د ښځو سره همکارۍ ته دوام ورکړی دی. همداشان دا سروې د د مرستې رسونې د بهیر څخه طالبانو د چارواکو له خوا د څارنې د زیاتیدو خبر هم ورکړی او ویلي دي چې د طالبانو چارواکي د د تدارکاتو او د کارکوونکو د غوره کیدو په چارو کې لاس وهنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG