د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د شیعه ګانو په جومات په برید کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې د شپې ناوخته اپریل ۲۹( ثور لسم) د ایکس په شبکې کې په خپله پاڼه دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې په دې اړه نور جزئیات به وروسته خپاره کړي.

عبدالمتین قانع ویلی: "په ډیرې خواشینۍ سره نن د شپې ۹:۰۰ بجې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ اړوند شهرک سیمې د یو جومات پر عامو لمونځ کوونکو باندې د یو ناپېژاند وسله وال لخوا ‌ډزې شوي چې په کې شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او یو بل ټپي شوی. د پېښې نور جزیات به وروسته شریک شي."

د رپوټونو له مخې دا برید د ګذرې ولسوالۍ د شهرک اندیشه په ښارګوټي کې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یو جومات کې شوی چې له امله یې د دوو میرمنو او یو ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوي دی.

د رپوټونو له مخې پر موټر سایکل دوو سپرو بریدګرو د امام زمان د جومات پر لمونځ کوونکو باندې هغه مهال ډزې وکړې چې هغوی د جومات څخه د وتلو په حال کې وو.

ویل شوي چې د جومات امام هم په برید کې وژل شوی. خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پر دغو رپوټونو لا تبصره نه ده کړې. په کابل کې د ایران سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرخپله پاڼه دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د ایران سفارت ویلي: "د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د امام زمان پر جومات د تروریستي برید د غندنې په ترڅ چې د یو شمیر لمونځ کوونکو د ټپي کیدو او شهادت سبب شو، ددغه جنایت د عاملینو د پیژندلو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي او د افغانستان سرپرست حکومت سره د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د پیاوړي کیدو په برخه کې چمتووالی اعلانوي."

کابل کې د ایران سفارت ددغې پیښې د قربانیانو څو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په یوه لنډه اعلامیه کې چې د ایکس په پاڼه یې خپره کړې دا برید غندلی او ویلي دي چې په دې برید کې د یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه اوه تنه مړه او ټپیان شوي دي. یوناما په دغه اعلامیه کې د قانون منګولو ته د پیښې د عاملینو سپارلو او د شیعه ګانو د ټولنې د ساتنې لپاره د اړینو اقداماتو د اخیستو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله په جلا جلا بیانونو کې د هرات په ولایت کې پر لمونځ کوونکو باندې د تیرې شپې برید په سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان د ازادۍ د جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې جبهې هم په یوه اعلامیه د هرات په ولایت کې دا برید په سختو ټکو غندلی او پر لمونځ کوونکو باندې یې دا برید د نسل وژنې دوام او د بشریت پر وړاندې جنایت بللی دی.

تراوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو دمخه د هرات په ولایت کې پر ملکي شیعه ګانو باندې د بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG