د متحده ایالاتو په کانګرس کې د مرکزي اسیا د پالیسۍ په اړه په یو کمساري بحث کې د امریکا یو جګپوړي قانون جوړونکي د امریکا غږ ته وویل چې متحده ایالات ددې لپاره چې په سیمه کې د ترهګرۍ او د روسیې او چین له نفوذ سره مقابله وکړي باید د سیمې د هېوادونو د بشري حقونو له ناوړه سابقې څخه تېر شي.
د متحدو ایالتونو یوه کښتۍ د چهارشنبې په ورځ مې اوومه (حمل۱۸) په داسې حال کې د تایوان له تنګي څخه تېره شوه، چې په دوو اوونیو کې به د تایوان نوی ولسمشر لوړه وکړي. دغه کار چین په قهر کړی دی.
د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) وویل، په یمن کې د حوثي یاغیانو له یو لړ بریدونو وروسته، نړیوالو ځواکونو ددغو یاغیانو دوه بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي په اسرائیل باندې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې بریدو بریدونو څخه وروسته په امریکا او نړۍ کې د یهودانو ضد پیښو کې "وحشیانه ډیروالی راغلی" او د اسرائیل امنیت لپاره یو ځل بیا د خپلې "نه بدلیدونکې" ژمنتیا یادونه وکړله.
د امریکا متحدو ایالتونو خپل ۱۱ اتباع د سوریې له هغه کمپ څخه انتقال کړل، چې د داعش غړو د کورنیو زرګونه افراد په کې ساتل کېدل.
روسیې د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۸) وویل چې ددغه هېواد د ختیځې برخې په ولادیوستوک ښار کې د غلا په تور نیول شوی امریکايي سرتیری به په جولای کې د خپلې محاکمې تر ورځې په زندان کې پاتې شي.
د غزې په ګڼ میشتي رفح ښار کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوايي ۱۷) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې.
په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې په خلاف د محصلینو مظاهرې چې لومړی د متحده ایالاتو د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې او بیا په چټکۍ سره د دې هیواد نورو پوهنتونونو او کالجونو ته خپرې شوې، اوس د نړۍ د لوړو زده کړو ګڼ شمیر مرکزونو ته پراخې شویدي.
د سپينې ماڼۍ د امنيت اداره وايي، تېره شپه يو تن وروسته له هغه چې د سپينې ماڼۍ بهرنۍ دروازې سره یې خپل موټر ټکر کړ، ساه ورکړه.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مې درییمه ( غوایي ۱۴) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په نړۍ کې ټول خبریالان چې د خپل کار له کبله بندیان دي، باید خوشې شي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن، د مې د درېیمې یا په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د رسنيو ازادي د ولسواکۍ اساسي او ضروري بنسټونه دی او هغه ښځې او نارينه چې د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ کوي، په دې برخه کې مهمه ونډه تر سره کوي.
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د پنجشنبې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱۳) وویل چې روسیې په نایجر کې هغې هوایي اډې ته پوځیان استولي چې امریکایي سرتیري هم پکې میشت دي.
نور پورته کول