د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د اکټوبر اوومې د بریدونو راهیسې د یهودانو ضد پیښې ډیرې شوې


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي په اسرائیل باندې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې بریدونو څخه وروسته په امریکا او نړۍ کې د یهودانو ضد پیښو کې "وحشیانه ډیروالی راغلی" دی

ښاغلي بایډن چې سه شنبه مې اوومه (غوایي ۱۸) یې د هالوکاست کلنیو مراسمو کې وینا کوله په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل جکړې یادونه وکړله چې اوومه میاشت یې پیل شوه او د یهودانو ضد پیښو ډیروالی یې وغانده.

بایډن وویل چې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې په اسرائیل باندې د حماس ډلې د ناڅاپي بریدونو څخه وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا د ۱۱ سوه کسانو په شاوخوا کې پکې ووژل شول، په امریکا او نورۍ نړۍ کې د یهودانو ضد "وحشیانه پیښې" ډیرې شوې.

بایډن پخپلو خبرو کې د یهودانو ټولنې او د اسرائیل حکومت ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، "د یهودو وګړو خوندیتوب، د اسرائیل امنیت او د خپلواک یهودي دولت په توګه د [اسرائیل] پایښت حق لرلو ته زما ژمنتیا نه بدلیدونکې ده."

جمهور رئیس بایډن داسې مهال د اسرائیل او یهودانو د خوندیتوب ډاډ ورکوي چې د متحده ایالاتو په یو شمیر پوهنتونو او د لوړو زده کړو په مرکزونو کې په غزې کې د اسرائیل د جګړې په خلاف د محصلینو مظاهرې روانې دي.

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې په خلاف د محصلینو مظاهرې چې لومړی د متحده ایالاتو د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې او بیا په چټکۍ سره د دې هیواد نورو پوهنتونونو ته خپرې شوې، اوس د نړۍ د لوړو زده کړو ګڼ شمیر مرکزونو ته پراخې شوي دي.

جمهور رئیس بایډن چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید دی، د دې مظاهرو په هکله ویلي چې نظم باید مراعت شي.

ښاغلي بایډن تیره دوشنبې اپریل ۲۹مه وویل چې هغه "د یهودو ضد لاریونونه" غندي. بایډن خبریالانو ته د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل: "زه هغه کسان هم غندم چې نه پوهیږي له فلسطینیانو سره څه تیریږي."

د ښاغلي بایډن انتخاباتي ټیم وایي چې په متحده ایالاتو کې ټول په سوله ایزه توګه د مظاهرو کولو حق لري خو که چیرته په مظاهرو کې تشدد کیږي، باید بندې شي.

د بایډن د انتخاباتي ټیم مرستیال میچ لاندریو د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې د "یهودانو ضد او اسلام ضد" کړنې په متحده ایالاتو کې ځای نلري.

په امریکا کې مظاهره چیان د پوهنتونو او لوړو زده کړو له مرکزونو غواړي چې د هغو شرکتونو څخه ځانونه بیل کړي چې ګټه یې اسرائیل ته رسیږي او یا د اسرائیل پورې اړه ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG