د لاس رسي وړ اتصالات

ادم سمیت: امریکا په منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره شریکانو ته اړتیا لري


د مارچ په میاشت کې اوزبیکستان ته د متحده ایالاتو د کانګرس د یو پلاوي سفر
د مارچ په میاشت کې اوزبیکستان ته د متحده ایالاتو د کانګرس د یو پلاوي سفر

د متحده ایالاتو په کانګرس کې د مرکزي اسیا د پالیسۍ په اړه په یو کمساري بحث کې د امریکا یو جګپوړي قانون جوړونکي د امریکا غږ ته وویل چې متحده ایالات ددې لپاره چې په سیمه کې د ترهګرۍ او د روسیې او چین له نفوذ سره مقابله وکړي باید د سیمې د هېوادونو د بشري حقونو له ناوړه سابقې څخه تېر شي.

د امریکا د استازو د خونې ډموکرات غړي ادم سمیت چې ددې مجلس د وسله والو خدماتو د کمیټې لوړپوړي غړي دی د امریکاغږ اوزبیک خبري سروس سره په مرکه کې وویل چې که متحده ایالات د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه مرسته غواړي باید "د هغوی سره د مرستې کولو توان ولري."

د امریکا د استازو خونې دغه قانون جوړونکی چې ۲۷ کاله یې په کانګرس کې دنده ترسره کړې، د وسله والو خدمتونو د کمیټې له رئیس مایک راجرز، سالود کارباجل او ویرونیکا ایسکوبار سره یوځای د کانګرس په هغه پلاوي کې شامل وو چې په دې وروستیو کې اوزبیکستان ته تللی و.

هغه پیغام چې دوی له ځانه سره سیمې ته وړی و، روښانه و او هغه پیغام دا و چې واشنګټن غواړي په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اصلاحاتو د ملاتړ ترڅنګ امنیتي همکارۍ زیاتې کړي.

د اوزبیکستان مشرتابه، هم په بدل کې، د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا لپاره خپله هیله څرګنده کړه.

دغه پلاوي په خپل سفر کې چې د مارچ په ۲۶ او ۲۷ تاشکند ته ترسره شو، د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف، د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف او د ازبکستان د دفاع له وزیر جنرال بهادر قربانوف سره وکتل. سمېت وايي، په دې خبرو کې د اوزبیکستان پر حیاتي رول "د هغه څه اړه چې په افغانستان کې پیښیږي" ټینګار شوی دی.

سمیت د اسلامي دولت ډله یا داعش او د افراطیت بهیر د ترهګرۍ تر ټولو ستر ګواښ ګڼي. هغه وايي چې "اوزبیکستان (افغانستان ته) نږدې دی او د داعش یا نورو افراطي عناصرو په تعقیب کې شریک کیدی شي". سمیټ زیاته کړه چې په سیمه کې یو ملګری ته اړتیا ده چې متحده ایالات ورسره کار وکولی شي چې "احتمالي ګواښونه وپیژني او د افراطیت سره مبارزه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا مفکورې ریښه پیدا نکړي او ترهګر د هغو په څیر چې په مسکو برید وکړ، تولید نه شي".

په مسکو کې د مارچ په میاشت کې پر یو کنسرت د برید په تړاو د منځنۍ اسیا د هېوادونو څو اتباع نیول شوي دي. په دې پېښه کې ۱۴۴ کسان وژل شوي وو. د دغې پېښې پړه د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستې ده.

که څه هم امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه ووت، سمیټ وايي، امریکا لا هم په افغانستان کې ګټې لري او تاشکند چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، پدې اړه مرسته کولی شي.

سمېت وویل، "القاعده اوس هم په سیمه کې ده او داعش هم هلته دی، او طالبان د داعش د خراسان څانګې پر ضد جنګېږي." هغه زیاته کړه چې متحده ایالات اوس هم ددې سیمې سره ډیره لیوالتیا لري، خو متحده ایالات اوس مهال هلته شتون نلري او "د څارنې او عمل کولو ښه وړتیا نلري" او له همدې امله، متحده ایالات په سیمه کې د ملګرو په لټه کې دي.

د سمیټ په اند، امریکا باید له روسیې او چین سره په سیالۍ کې پداسې حال کې چې دغه دوه هېوادونه په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅه کوي نور هم ستراتیژیکي عمل وکړي. د مسکو او بیجینګ د کړنو برخلاف (چې زیربناوې جوړوي)، واشنګټن دا بنسټونه نه جوړوي، خو سمیټ وايي، چې امریکا د دې پر ځای د ټکنالوژۍ په برخه کې مرستې کوي او د مالي بنسټونو له لارې کار کوي، چې د ستاینې وړ هڅې دي.

د امریکا د کانګریس د دغه غړي په وینا یوه له هغو لارو چې امریکا کولای شي له اوزبیکستان سره مرسته وکړي دا ده چې د دغه په وچه کې راګیر هېواد ته د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره مرسته وکړي چې له افغانستان او پاکستان څخه تېر شي او د هند سمندر ته ورسېږي.

سمېت څرګنده کړه چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د سیمې له هېوادونو سره امنیتي اړیکې "د پام وړ په کچخ زیاتې شوي نه دي"، خو هغه وايي "موږ هڅه کوو چې له اوزبیکستان سره ځینې اړیکې جوړې کړو."

په ۲۰۲۱ کال کې، کانګرس د بهرنیو نظامي تمویل پروګرام لاندې د ۱۰ میلیون ډالرو معادل بودیجه تصویب کړه ترڅو د مرکزي آسیا هیوادونو کې د پولو امنیت او د تروریزم ضد ظرفیت پراخ کړي، د وسایطو او ارتباطاتو تجهیزات، او روزنه چمتو کړي.

سمېت د روسیې هغه ګنګوسې رد کړل چې ګواکې امریکا غواړي په منځنۍ اسیا کې پوځي اډه جوړه کړي او ویې ویل چې داسې هڅې نه دي شوي. هغه د الوتنو او استخباراتي همکاریو په اړه پر تړونونو د ټینګار په ترڅ کې وویل چې "موږ د شریکانو په لټه کې یو، موږ په (سیمه کې) د حضور په لټه کې نه یو".

په مرکزي اسیا کې 'مستبد' رژیمونه

سمیټ او نور قانون جوړونکي چې د اوزبیکستان او قزاقستان په اړه د کانګرس په کمیټو کې خدمت کوي، پدې باور دي چې منځنۍ اسیا په نړۍ کې یو شمیر تر ټولو مستبد رژیمونه لري چې د مخالفت او خپلواکو مطبوعاتو مخه نیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې دغه هېوادونه د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه یاد شوي دي.

په ترکمنستان کې، قربانقلي بردي محمدوف ۱۵ کاله حکومت وکړ تر هغه چې په ۲۰۲۲ کال کې د ولسمشرۍ واک خپل زوی سردار بردي محمدوف ته وسپاري.

په تاجکستان کې اوسنی ولسمشر امام علي رحمانوف له ۱۹۹۲ کال راهیسې په واک کې دی او تمه ده چې د بردي محمدوف لاره تعقیب کړي.

په اوزبیکستان کې، په ۲۰۲۳ کې د حکومت لخوا د اساسي قانون لپاره طرحه شوې ټولپوښتنې ولسمشر میر ضیایف ته چې د ۲۰۱۶ کال راهیسې واکمن دی، اجازه ورکړه چې د دوو نورو اوه کلونو دورو لپاره په واک کې پاتې شي.

په قزاقستان کې، نورسلطان نظربایف ۳۰ کلونه واکمن و، تر څو په ۲۰۱۹ کې یې استعفا وکړه او قاسم جمرت توکایوف یې د خپل ځای ناستی په توګه وټاکه. توکایوف د قزاقستان اساسي قانون هم بدل کړ، خو ژمنه یې وکړه چې په ۲۰۲۹ کال کې د ولسمشرۍ د دورې په پای ته رسیدو سره به له واک څخه لاس واخلي.

قرغزستان له ډېرو کلونو راهیسې په سیمه کې یو له هغو هېوادونو ګڼل کېده چې د ډموکراسۍ لپاره تر ټولو ډېر ظرفیت لري، خو د دغه هېواد اوسني ولسمشر صدر جباروف په دې وروستیو کې مخالفین زنداني کړل او په دې وروستیو کې یې د روسیې په څیر د "بهرنیو اجنټانو" په نامه یو قانون تصویب کړ.

د مرکزي اسیا په اړه د متحده ایالاتو دریځ

سمېت وايي، چې د امریکا متحده ایالات په واقعیتونو سترګې نه پټوي، بلکې د تبلیغ پر ځای پراګماتزم (عملي کار) ته ترجیح ورکوي. سمیټ وايي که تاسو ووایاست چې ستاسو ټاکنې "آزادې او عادلانه" نه وې او متحده ایالات ستاسو سره کار نه کوي، نو دا هیوادونه په اسانۍ سره کولای شي "چین، روسیې او ایران ته، او ممکن یو ورځ شمالي کوریا ته مخه کړي" او په همدې دلیل هغه ټینګار کوي چې باید دا درک شي چې کوم کار عملي او واقع بینانه دی.

سمېت د اوزبیکستان له ولسمشر سره له کتنې وروسته، میر ضیایوف یو هوښیار سړی وباله چې اوزبیکستان یې په" سم لوري" رهبري کوي. هغه وايي چې دوی "په صادقانه ډول هڅه کوي چې خپل اقتصاد ښه کړي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو دوی اوږده لاره په مخ کې لري."

پداسې حال کې چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي د منځنۍ آسیا په اړه په ډیرو مسلو کې د نظر اختلاف لري، سمیټ ټینګار کوي چې "د کانګرس ځینې غړي د نړۍ هغې برخې ته پام نه کوي، چې دا کار یو سنجیدلې کړنه نده."

سمېت وویل، که د امریکا د کانګرس له ۴۳۵ غړو سره د دوی د دوه کلنې کاري دورې په اوږدو کې سروې وشي، چې معلومه شي څومره یې د اوزبیکستان په اړه فکر کړی، ښايي شاوخوا ۴۰۰ یې اصلا د اوزبیکستان په اړه فکر نه وي کړی. خو سمیټ زیاته کړه چې "دوی ددې موضوع (په بدلولو) کار کوي."

فورم \ دبحث خونه

اړوند

XS
SM
MD
LG