د لاس رسي وړ اتصالات

د تایوان په تنګي کې د امریکا کښتۍ چین پارولی دی


د متحدو ایالتونو یوه کښتۍ د چهارشنبې په ورځ مې اوومه (حمل۱۸) په داسې حال کې د تایوان له تنګي څخه تېره شوه،‌ چې په دوو اوونیو کې به د تایوان نوی ولسمشر لوړه وکړي. دغه کار چین په قهر کړی دی.

چین په تایوان باندې د مالکیت ادعا لري او وايي چې د تایوان تنګی یې هم په قلمرو کې دی، خو تایوان او امریکا دا ادعا ردوي‌ او د تایون تنګی د اوبو یوه نړیواله لار بولي.

تقریبآ هره میاشت یو ځل د امریکا کښتۍ په دغه تنګي تېرېږي او الوتکې یې هم په هوا کې پروازونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د مۍ په ۲۰ نېټه د تایوان نوی ولسمشر لای چینګ تي لوړه وکړي. چین هغه یو خطرناک بیلتون غوښتونکی بولي.

د چین پوځ د امریکا په داغه اقدام انتقاد کړی دی او ویلي دي چې خپلې کښتۍ یې واستولې چې د امریکا د کښتۍ څارنه ورکړي‌ او هغه ته یې خبرداری هم ورکړ.

د چین پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی تل چمتو دي چې د چین د ملي حاکمیت او امنیت او د سیمې د امنیت او ثبات کلکه دفاع وکړي.

د تایوان د دفاع وزارت هم ویلي دي‌ چې وضعیت یې څاره او داسې کوم غیر عادي اقدام یې نه دی ترسترګو شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG