د فراه ولایت ډاکتران له چارواکو غواړي چې د پولیو په وړاندې په روانه مبارزه کې د کمپیانونو تر څنګ د محیطي پېښو د شتون په تړاو خپل نظارت غښتلۍ کړي.
د فراه اوسیدوکي له روغتیایې مسؤولینو څخه غواړي چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې یو شمېر ولسوالیو ته چې له هلمند او کندهار سره ګډه پوله لري، زیاته پاملرنه وکړي.
د فراه روغتیایې چارواکي وايي، د ګوزڼ ویروس دوران د اندېښنې وړ دی او ښایې له یوه ځایه بل ځای ته په چټکۍ انتقال شي.
د فراه اوسیدونکي اندېښنه لري چې د تودې هوا له امله به د ګوزڼ واکسین روان بهیر تر اغیز لاندې راشي او ښايي یو شمېر ماشومان له واکسین پاتې شي.
د فراه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د پوليو واکسين په روان کمپاين کې يې له رضاکارانو سره همکاري زياته کړې او له مسؤولينو غواړي، چې دغه واکسين ټولو سيمو ته ورسوي.
په فراه کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته کسان وایي، د یادې ناروغۍ له کبله یې د ټولې کورنۍ خوشحالي له منځه تللې او د کورنۍ غړي یې له سخت رواني فشار څخه کړیږي.
د فراه ډاکټران وایي، یو شمېر کورنۍ د روغتیایي مرکزونو څخه د لرې واټن او ځینو نورو دلایلو له کبله د ماشومانو واکسین ته زړه نه ښه کوي او همدا لامل ګرځي چې ګڼ شمېر ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي.
په فراه کې د پوهنتون استادان وایي په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې د عامه پوهاوې کچه لوړه شي تر څو ددغه واکسین (ګوزڼ) په وړاندې د انکار په شمول ټول شته خنډونه له منځه ولاړ شي.
په فراه کې روغتیایي چارواکي د ګوزڼ ضد واکسین د روان بهیر په تطبیق کې د ځایي رضاکارانو د ګمارنې او ګډون خبر ورکوي.
د فراه په لیرې پرتو سیمو کې د یو شمېر محلي میتودونو په کارولو سره د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین ته لاسرسی اسانه شوی دی.
د فراه ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې د پوليو واکسين له تطبيق سره د خلکو همکاري زياته شوې او د هغو کورنيو په شمېر کې چې له واکسین څخه انکار کوي د پام وړ کموالى راغلى دى.
په فراه کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیناتورانو شتون یوه اړتیا ده او د فراه په څېر یوه سنتي ټولنه کې واکسین ته لاسرسۍ اسانه کوي.
د فراه ډاکټران د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق د لومړۍ کرښې رضاکاران د هېواد د ماشومانو هغه ساتونکي بولي چې وسلې نه لري، خو تل هڅه کوي چې د دوه څاڅکو واکسین په مټ ملیونونه ماشومان له دایمي معلولیت او مرګ وژغوري.
په فراه کې روغتیايي چارواکي د ګوزڼ ضد روانه مبارزه کې د روغتیايي مبلغینو، قومي مشرانو، خلکو او رسنیو اغیز د پام وړ بولي او د همکاریو غوښتنه ترې کوي.
د فراه ولایت روغتیایي چارواکي ډاډ ورکوي چې سږ کال به د ژمي په موسم کې هم د فراه په سړو او غرنیو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ روانه وساتي.
په فراه ولایت کې د واکسین کمپاین له پیل سره د خلکو غوښتنه ده چې لیرې پرتو سیمو ته دې زیاته پاملرنه وشي.
نور پورته کول