د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ویروس دوراني حالت د اندېښنې وړ دی– روغتیايي چارواکي


د فراه روغتیایې چارواکي وايي، د ګوزڼ ویروس دوران د اندېښنې وړ دی او ښایې له یوه ځایه بل ځای ته په چټکۍ انتقال شي.

یاد چارواکي له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال هم د ګوزڼ ویروس د خپریدو په برخه کې یو ګواښ بولي.

د فراه روغتیایي چارواکي د ګوزڼ ویروس دوراني حالت او له پاکستان هېواد څخه راستانه شوي کډوال هغه لاملونه بولي چې د یاد ویروس د بیا ځلې خپریدو ګواښ رامنځته کوي.

د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر نورالله افضلي وایي، د ګوزڼ ضد واکسین روان کمپیانونه په دې موخه تر سره کیږي چې د ګوزڼ ناروغۍ احتمالي خطرونه له منځه ولاړ شي.

نوموړي وویل: "له پاکستان څخه کندهار ته یا د سویل زون کې چې کومې پېښې رامنځته کیږي، خطر هر کله شته، ځکه مونږ د کندهار او هلمند سره پر پوله پراته یو. یو سبب یا لامل کیدای شي چې د ویروس ګردش وي او دې خواته هم انتقال شي، بل هم مهاجرین دي چې له پاکستان څخه را روان دي او مونږ په همدې خاطر کمپیانونه سرته رسوو."

هغه راستانه شوي مهاجر د ویروس د انتقال یوه فعال عنصر بولي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه: "د پاکستان څخه راغلي مهاجر کولای شي یو فعال ناقل واوسي، هلته پاکستان کې هم مثبتې پېښې شته، ممکن د مهاجرینو سره ویروس را انتقال شي، په همدې موخه مونږ پر پولو او لویو لارو ګرځنده ټیمونه تنظیم کړي چې ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راولي."

له دې سره هم مهاله ډاکټران د ګوزڼ ناروغې احتمالي خطرات د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د یوې پېښې رامنځته کیدل ښایي د کلونو آن د لسیزو زحمتونه په اوبو لاهو کړي.

فراه ولایت کې د سیمې یو ډاکټر، محمد عارف زلال وایي، د یوې پېښې رامنځ کیدل کولای شي بشپړه ټولنه وننګوي.

نوموړي وویل: "پولیو زیاته خطرناکه ده او بشپړه ټولنه له خطر سره مخ کوي، که یوه پېښه په یوې سیمې کې رامنځته کیږي، نو دا معنی چې د کلونو او حتی د لسیزو زحمتونه او کوښښونه بیرته باید له سره شروع کړو او بل دا چې دا ناروغي ډیره په چټکۍ خپریږي او انسان فلج او حتی له مرګ سره مخ کوي."

دا ډول اندېښنې ځکه زیاتې شوي دي چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې په پرله پسې توګه د ګوزڼ پېښې ثبت شوي، چې د شاوخوا جنوبي ولایتونو خلک کندهار ته د ژوند د اړتیاوو له مخې زیات تګ راتګ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG