ولسمشر غني کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وسله والو طالبانو سره خپل یو اړخیز اوربند له پای ته رسیدل اعلان کړل.
د ملي دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش جنګیاليو د شمېر په اړه د روسیې د یوه استازي دا څرګندونې چې لس زره ددې ډلې جنګیالي په افغانستان کې شته بې اساسه وبلله او وې ویل چې دا ادعا سمه نده.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په میاشت کې د افغانستان د پریمیر لیګ یا اې پي ایل سیالۍ به په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.
کابل ته د "تورخم د سولې کاروان " غړو هرکلی په کابل ښار کې وشو او د کډوالو چارو د وزیر په ګډون ګڼ شمیر خلکو د کاروان غړو ته په غاړه کې د ګلونو ګېډۍ واچولې.
نن د کابل په ګارنیزیون کې په یوه غونډه کې چې په کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم برخه لرله، جنرال مراد خپلو مامورینو ته وروپیژندل شو.
افغان چارواکو په غزني او فاریاب کې د طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکړی اوپه دغو بریدونوکې افغان امنیتي ځواکونومنسوبینو ته د اوښتو تلفاتو د شمیرپه اړه يې ضد او نقیض معلومات ورکړي دي.
د ولسمشر غني د ښې حکومتولۍ پخوانی استازی او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی احمد ضياء مسعود وايي، چې د افغانستان په شمال کې د جمعیت او جنبش یو شمېر ډلې د افغانستان د حکومت په خلاف جګړه کوي.
د سولې د عالي شورا د بندیانو د خلاصون د کمېټې کارپوه نذیر زاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت به نن ۲۵۰ د حزب اسلامي زندانیان د څرخي پله او بګرام له زندانونو خوشې کړي.
پولیس وايي په دار الامان کې د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲تنه وژلي او ۳۱ نور یې ټپيان کړي دي.
په کابل کې راټول شوو شاوخوا دوه زره دیني علماوو د یوې متفقې فتوا له لارې روانه جګړه له دیني اړخه نارواء، غیر مشروع وبلله او د جګړې له دواړو اړخونو یې وغوښتل چې جګړه دې ودروي.
د کابل پولیس وايي، چې نن یوولس نیمې بجې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پولیتخنیک له پوهنتون سره نېږدې په عمومي سړک کې چاودنه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق " یونیسف" وايي، په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې جګړو درې اشاریه اووه ملیونه ماشومان چې عمرونه یې د اوو کلونو نه تر ۱۷ کلونو پورې دي، ښوونځيو ته له تګ محروم کړي دي.
د سایف د چلډرن په خپل کلني راپور کې راپور کې وايي چې د نړۍ سم نیمايي ماشومان له جنګ، فقر او جنسي تهدیدونو سره مخامخ دي.
ښاغلي دانش وویل ، چې دا موټر بم برید نه وو او احتمالا دا برید د یو ځانمرګی بریدګر له خوا، چې پلي روان وو ترسره شوی دی.
د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، چې د غزني د جغتو او ده یک ولسوالۍ تېره شپه له سختو جګړو وروسته د طالبانو لاس ته پرېوتي، خو سیمیز چارواکي بیا وايي، چې امنیتي ځواکونو له دې ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی دی.
دافغانستان د سیمیزو ارګانونو خپلوا کې ادارې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ننګرهار والي ګلاب منګل دغې ادارې ته خپله استعفی لیږلې، خو د هغه د استعفی د منلو او یا منلو پرېکړه لا تر اوسه نده شوې.
پدغو نویو ګمارنو کې پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قومندان او مل پاسوال راز محمد د ۸۰۸ زون د قومندان په توګه ګمارل شوي دي.
د افغانستان د دیني عالمانو یو ۲۰ کسیز پلاوی نن د سه شنبې په ورځ په جاګارتا کې د دریو هیوادونو د دیني عالمانو په غونډه کې ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی دی.
د ټاکنو خپلواک وايي چې د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پیله تر تېرې ورځې پورې نیږدې ۶۶۰زره رایې ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي نړیوال ځواکونه ځکه په افغانستان کې میشت دي، چې طالبانو له افغان حکومت سره د جګړې اعلان کړی او دا ډله له ترهګرو سره په اړیکه کې ده.
نور پورته کول