د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د جینوا کنفرانس نن ( سه شنبه ) د سویس په پلازمینه جینوا ښار کې پيلیږي، خو ددغه کنفرانس اصلي غونډه به سبا د نومبر په اته ویشتمه ترسره شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا نن ( د میزان ۲۷ مه ) د ولسمشر غني په مشرۍ په فوق العاده ناسته کې په کندهار کې د ولسي جرګې سبانۍ ټاکنې د دغه ولایت وضعیت ته په کتنې د یوې اوونۍ لپاره ځنډولې دي.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې ناپيژاندو تېره شپه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر عبدالعزیز اریايي په کور دوه لاسي بمونه غورځولي دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د حکومت اپوزیسیون ته په ويناء کې د ټاکنو د کمیسیون د ځینو ولایتي دفترونو د تړلو، له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په بیا کتنې او د لنډ مهاله حکومت د رامنځته کېدو مسائلو ته په اشارې سره وویل چې سیاسي مشران باید هڅه و نه کړي چې افغانستان په شاتګ وکړي.
د افغانستان د امنیتي ارګانونو مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني ته خپلې استعفاوې وړاندې کړي، چې د ښاغلي غني له خوا منل شوي نه دي.
د دیني عالمانو د سرتاسري شورا او د سولې عالي شورا غواړي د وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان شي.
هغه جنګیالي چې تازه په جوزجان ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شوي او ځان د اسلامي دولت د ډلې یا داعش غړي گڼي ادعا کوي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې امنیت به یې ساتي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نږدې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۳۱ نیټه به د افغانستان د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
سیاسي ګوندونه د انتخاباتي نظام بدلون او د سیستم بایومیټریک کېدل غواړي خو د ټاکنو کمیسیون وايي، چې دا کارونه عملي ندي.
افغان حکومت د وسله والو طالبانو سره د امریکا د حکومتي چارواکو مخامخ خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر لپاره مهمې ګڼې او وايي، چې بهرنیان د سولې د خبرو لپاره یوازې سهولتونه برابروي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه ( د زمري ۴ مه) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته ورسېد او هلته یې د قلعه نو د برېښنا یو سب سټیشن پرانیست.
کرکټ بورډ نن د ایرلینډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لپاره دوه جلا د کرکټ ملي لوبډلې اعلان کړې، چې د دواړو لوبډلو مشري به اصغر ستانکزی کوي.
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم کابل ته را ورسېده. هغه شاوخوا ۱۴ میاشتې په ترکیه کې و.
د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان دا پنځه کاري کمېټې به چې د دواړو لورو څخه لوړ پوړي چارواکي پکې برخه لري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان په عملي کېدو او د کار په میکانیزم بحثونه وکړي.
د جنرال عبدالرشید دوستم سیاسي مخالف او د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي، که جنرال دوستم افغانستان ته راستنیږي، نو دده ورسره حقوقي قضيه باید تعقیب شي.
په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ سلو دیني عالمانو په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د مسلمانانو وژل حرام وبلل او په پدې هیواد کې یې جګړه وغندله.
ټاکل شوې ده، چې دغې اعلامیې د اعلان په مهال به د افغانستان د عالمانو د استازي ترڅنګ، د اسلامي هیوادونو د کنفرانس مشر او د سعودي استازی د غونډې په ځای کې ویناووې هم وکړي.
نن د سعودي عربستان د جدې ښار د اسلامي هیوادونو د سلو دیني عالمانو د ناستې کوربه دی.
په پروان ولایت کې د روغتیا او د پوهنې مسؤلین وايي، چې نن ددغه ولایت د سیند د اوبو د مکروبي کېدو له امله په سلګونو زده کوونکي مسموم شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله " سي اې پي جي " وايي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون په میاشت کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون د میاشتې په پرتله نیم په نیمه را غورځېدلې ده.
نور پورته کول