د داعش ډله وايي د ټولو بمونو مور په برید کې د دغې ډلې وسله والو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د اچین په برید کې لږ تر لږه ۹۴داعش جنګیالي چې څلور یې قوماندانان دي وژل شوي دي
په افغانستان کې په سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مینوال د هلمند سیند او کونړ سیند په نوم مشاعرې وکړې.
د دفاع وزارت ویلي چې دا بمباري د افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ ترسره شوی اوپه کې ملکي وګړو ته د سر هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د افغانستان امنیتي ادارې وايي، چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین لسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۹ داعش وسلهوال وژل شوي او دغه راز، پولیسو د دغه ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې د هیروئیونو څلور لویې فابریکې له منځه وړې دي.
د کندهار د پوليسو مقامات وايي چې ځانګړو افغان ځواکونو پدې ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلي د جلب او جذب مسئول نیولی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې د افغان کومانډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په نتیجه کې د داعش او طالبانو د ډلو لسګونه وسلهوال وژل شوي دي.
د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري یا سرخکان ناروغي خپره شوې او چارواکي وايي چې تر دې دمه یې ۱۵ ماشومان مړه کړي دي.
د ننګرهار د حج اوقافو د رییس په کور ځانمرګی برید شوی چې د هغه ورور یې وژلی دی .
ننګرهار کې چارواکي، پاکستاني سرحدي ځواکونو تېره شپه هغه ۱۷۲ افغان مسافر د تورخم پر دوازه افغان غاړې ته راوړولي چې له تېرو دوو اونیو را هیسې د سرحد هغې غاړې ته بند پاتې و.
چارواکي وايي چې له تېرې ورځو راهیسې یې د لغمان په الیشنګ کې پوځي عملیات پیل کړي چې تر اوسه پکې د نهو مهمو طالب قوماندانانو په ګډن اتلس طالب وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د الینګار ولسوالۍ په استقامت پر یو شمېر امنیتي پوستو وسلهوالو طالبانو بریدونه پیل کړي او لاهم جګړه روانه ده.
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د بسرام سیمه کې پر یو ښوونځي د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې دوه زده کونکي وژل شوي او د یوه ښوونکي په ګډون اوه کسان ټپیان دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپږو قوماندانانو په ګډون نږدې پنځوس داعش جنګیالي وژل شوي دي.
چارواکي وايي د هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش خلاف عملیاتو کې د پام وړ پرمختک شوی او دغه ولسوالۍ کې په تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د دغې ډلې ۱۴ جنکیالي وژل شوي دي.
د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ناڅرګندو وسله والو په یو کور بمونه اچولي چې له امله یې د یوې کورنۍ دیارلس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار او کونړ په دریو ولسوالیو د پاکستاني لوري نه د توغندیزو بریدونو لړۍ روانه ده چې تر اوسه پکې دوه ملکیان وژل شوي او درې نور زخمیان دي
له تیرو دریو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰۰ راکټي بریدونو وروسته نن د افغان حکومت یو لوړپوړی امنیتي پلاوی د دغې موضوع د څیړلو لپاره ننګرهار ولایت ته تللی دی.
حکومتي چارواکو د ننګرهار په کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د اسلامي دولت یا داعش د ۲۲ وسله والو د وژنې دعوه کړې ده.
د ننګرهار ولایت په محبس کې یواځينۍ ښځینه ضابطه له تېرو څو کلونو راهیسې دنده لري.
نور پورته کول